د سوداګریزو اړیکو د نوي فصل تر سرلیک لاندې څلور لارۍ سوداګریز توکي ازبکستان ته صادر شول

د افسوتر ترانسپورتي شرکت عمومي مدير عاشق الله عصمت باختر آژانس ته وویل، چې د دغه شرکت د بهرنيو فعاليتونو په دوام د هېواد په سوداګريزو بندرونو کې د هېواد د سوداګرو د کارګو څلور ۲۵ ټنه کانټينرونه د حیرتانو بندر له لارې ازبکستان هېواد ته صادر کړل.

عصمت زیاته کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي له آسيايي هېوادونو سره د ترانزيت له لارې وصل شي او د سوداګرۍ په ډګر کې يو نوی فصل راولي.

په ورته وخت کې د افسوتر ټرانسپورټي شرکت مشر بیا وايي، چې دغه شرکت ۹۳ بار وړونکي موټر لري چې په داخلي او خارجي چارو بوخت دي.

د یادوڼې وړ ده، چې د افسوتر ټرانسپورټي شرکت تېر کال د هېواد لومړنۍ سوداګریزه جوپه د ۴ باروړونکو موټرو په وسیله ازبکستان ته انتقال کړې وه، چې دا د هېواد د سوداګرو دوهمه سوداګریزه جوپه ده، چې د ځمکني ترانسپورټ له لارې د بار وړونکو لاریو په مرسته ازبکستان ته استول کېږي.

بیشتر بخوانید:  پاکستاني رسنۍ وايي: "ټي ټي پي" د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ ريښه ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x