د سرپل په ولسوالیو کې به د ۹ روغتونونو د جوړولو چارې ژر پیل شي

کار ساخت ۹ شفاخانه در ولسوالی‌های سرپل به زودی آغاز می‌شود

د معمار پرس د خبر له مخې: په سرپل ولایت کې طالب چارواکو اعلان کړی، چې ډېر ژر به د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۹ دولتي روغتونونو د جوړولو چارې پیل کړي. د سرپل د والي وياند مولوي حبيب الله مسرور وايي، د هر روغتون د جوړولو لګښت ۲۲ ميليونه افغانۍ کېږي او د دې پروژې مالي لګښت د طالبانو له پراختيايي بوديجې ورکول کېږي. په ورته وخت کې د سرپل ولایت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د ۹ روغتونونو تر څنګ به د دغه ولایت په لېرو پرتو سیمو کې د همکارو بنسټونو په مرسته ۱۰ کورني روغتیايي مرکزونه جوړ شي. دا اقدام په سرپل ولایت او لیرې پرتو سیمو کې د روغتیايي وضعیت د ښه والي په موخه شوی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه