د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د چین په انلاین اقتصادي غونډه کې وویل چې افغان حکومت د چین د یو کمربند او یوې لارې له نوښت سره همکاري کوي. دغه خبره په چين کې د افغانستان سفارت نن شنبه (د اسد ۲۸مه) په يوه خبرپاڼه کې کړې ده چی د حکومت د سرپرست سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د چين او د جنوبي اسيا د اووم نندارتون، د کيونمينګ د ٢٧م وارداتي او صادراتي نندارتون او د چين او جنوبي اسيا د همکارۍ په څلورم فورم کې د کيومينګ په ښار کې انلاين وينا وکړه. د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال زیاته کړه چې حکومت په ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې پر نه مداخلې بشپړ باور لري.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5797
۱ کال پیش
شماره خبر 5797
منتشر شده در ۱۳:۴۱ - اسد ۲۸, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email