د سرپرست حکومت له شخصیتونو سره د اړیکو د کمیسیون ویاند احمدالله وثیق افغانستان ته د اشرف غني د پخواني حکومت د چارواکو د راتګ په اړه نوی راپور اعلان کړ. وثيق وويل: تر اوسه پورې د پخواني حکومت د بېلابېلو کچو نږدې ٥٨١ چارواکي د تماس د کمېسيون له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي. وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، یو شمېر سیاستوالو او سوداګرو بهر ته سفرونه وکړل. په داسې حال کې چې د طالبانو یوشمېر لوړپوړو چارواکو اعلان کړی چې دغه ډله غواړي د پخواني حکومت مشران او سیاسي مشران افغانستان ته ستانه شي او د هغوی امنیت او عزت به برابر وي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5228
۱ کال پیش
شماره خبر 5228
منتشر شده در ۱۶:۵۶ - سرطان ۱۷, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email