د سره صليب د نړيوالې کميټې مشر ایلوا فیلیون د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

ایلوا فيليون

ایلوا فيليون په دغه کتنه کې په افغانستان کې په بېلا بېلو سکټورونو کې د سره صلیب په فعالیتونو او پروژو باندې رڼا واچوله او د خپلو خدمتونو د رسولو په برخه کې یې د اسلامي امارت د هر اړخیزو همکاريو له کبله مننه وکړه. نوموړي وویل چې افغانستان تازه له جګړې وتلی هېواد دی او دوی تر بل هر ځای د خدمتونو تمرکز په افغانستان کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست  د دوی له فعالیتونو خوښي وښوده او ویې ویل چې اسلامي امارت د دوی د هڅو د زړه له تله قدرداني کوي.

د نوموړي په وينا سور صلیب د ټولنې تر ټولو ضعیف قشر په خدمت بوخت دي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل له نېکه مرغه هېواد تر بل هر وخت په امن دی، د جګړو د ختمېدو له امله  ټپيان لږ شوي، بناء په کار دی چې له هېوادوالو سره په نورو سکتورونو کې د بېلګې په توګه د زندانیانو د پالنې، معلولینو ته د مصنوعي غړو د پیوند، د اړتیا په صورت کې بهرني هېوادونو ته معیوبینو استول او د داخله ناروغانو د درملنې په برخه کې خدمات پراخ شي.

بیشتر بخوانید:  له امریکا متحده ایالاتو څخه د افغانستان د یو شمېر پخوانیو چارواکو په افغانستان کې د مشروع حکومت د رامنځ ته کېدو غوښتنه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x