د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي اعلان وکړ چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني د پاکستاني پاسپورټ په اړه پلټنې کوي او پایلې به یې رسنیو ته اعلان کړي. ویل کېږي چې پاکستان په دې وروستیو کې د حقاني پاسپورت باطل کړی او دوو پاکستاني خبریالانو هم دا خبره تایید کړې ده. دا هم ویل کیږي چې د لومړي ځل لپاره په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو پر مهال د حقاني پاسپورت کارول شوی و. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم اعلان کړی چې د تحقیقاتو له بشپړیدو وروسته به له رسنیو سره معلومات شریک کړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7131
۱۲ میاشتی پیش
شماره خبر 7131
منتشر شده در ۱۲:۳۴ - قوس ۱۹, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email