د سراج‌الدین حقاني اعتراف: حکومت د وېرې او زور له لارې، ریښتینی حکومت نه دی

سراج‌الدین حقاني، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، په کم ساری څرګندونو کې منلې ده چې دا ډله د خپلې واکمنۍ د ساتلو او دوام لپاره له تاوتریخوالي، د خلکو له سپکاوي او د وېرې او وحشت له رامنځته کولو څخه کار اخلي.
د سراج‌الدین حقاني اعتراف: حکومت د وېرې او زور له لارې، ریښتینی حکومت نه دی

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ سراج‌الدین حقاني، د طالبانو د ډلې د کورنیو چارو وزیر، پرون (۲۱ د قوس) په خوست ولایت کې په یوې وینا کې وویل چې د افغانستان اوسني واکمنان د هېواد د اداره کولو لپاره پر داسې لارو تکیه کوي چې بنسټ یې ویره، زور او د خلکو تحقیر دی.

هغه وویل: «هغه حکومت چې خلک یوازې د وېرولو له لارې اداره کوي، حکومت نه دی. د رعیت او ښه حکومت ترمنځ باید د مینې او باور اړیکه موجوده وي.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې دا ډله خپله یو وخت د نړۍ د سترو قدرتونو د ظلم قرباني وه، خو اوس هماغه چلند د افغانستان د خلکو پر وړاندې تکراروي. هغه په ډاګه کړه: «موږ یو وخت د نړۍ د امپراتورانو له لوري تر ظلم لاندې وو، خو اوس خپله دومره زغم نه لرو او خلک محکوم او ذلیل کوو.»

سراج‌الدین حقاني ټینګار وکړ چې دا بهیر باید ودرول سي او طالبان باید د خلکو سره د چلند په طریقه کې بیاکتنه وکړي. د هغه په وینا، د واکمنانو چلند باید داسې وي چې په ټولنه کې دښمني او عداوت له منځه ولاړ سي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبان له تېرو څه باندې درې کلونو راهیسې د ښاریانو پر پراخ ځپلو، پر ښځو د سختو محدودیتونو، خپل‌سرو نیونو او د وېرې فضا د رامنځته کولو له امله تل له جدي کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخ دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x