د معمار د خبري اژانس د خبر له مخې: د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د سالنګ شمالي لور ته سوځېدلي ټانکر موټر یې له تونل ایستلي او د وروستي سوځېدلي ټانکر د اېستلو هڅې هم روانې دي، چې په څو ساعتونو کې به دغه لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه شي.
برهاني زیاتوي، چې د ټولګټو وزارت او د امنیتي ادارو پرسونل په جدي ډول سره هڅې کوي، چې د سالنګ د پاکولو چارې ژر بشپړې کړي.