د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي شیراحمد برهاني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د سالنګ لویه لاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې د مسؤلینو په هڅو نن سهار له جنوبه د شمال لور ته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوې او ژر به د شمال له غاښي هم جنوب لور ته دغه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شي.
برهاني زیاته کړه، چې د موټرو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله یې لاره له یوه اړخه خلاصه کړې ده.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=2316
۲ کلونه پیش
شماره خبر 2316
منتشر شده در ۱۱:۳۰ - جدی ۲۴, ۱۴۰۱
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email