د زلزلې له امله د افغانستان په ۹ ولایتونو کې د برېښنا پرې کېدل

د برشنا شرکت اعلان کړی د افغانستان په شمال کې د تېرې شپې زلزلې له امله د ازبکستان او تاجکستان وارداتي برېښنا مزي له مدار څخه وتلي او د هېواد په ګڼو سیمو، په ځانګړي ډول کابل کې، برېښنا پرې سوې ده.
لنډ لینک: https://memar.press/?p=158375
۸ ساعتونه مخکی
د خبر شمیره 158375
کې خپور شو 8 ساعتونه پیش

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، برشنا شرکت ویلي چې د افغانستان په شمال کې د تیرې شپې زلزلې له امله د وارداتي برېښنا اصلي لینونه تخریب سوي او په نتیجه کې یې په کابل، بغلان، پروان، پنجشیر، کاپیسا، لوګر، پکتیا، غزني او میدان وردګ ولایتونو کې برېښنا په بشپړ ډول پرې سوې ده.

په خپره سوې خبرپاڼه کې راغلي چې د برشنا تخنیکي ډلې د زیانمنو سویو مزو د ترمیم او د برېښنا د بېرته وصلولو لپاره سیمو ته استول سوې دي، خو تراوسه نه‌دي توانېدلي چې برېښنا بېرته فعاله کړي. دغه راز، برشنا شرکت زیاته کړې چې د تاجکستان له لوري وارداتي برېښنا هم د کندز ولایت په مسیر کې پرې سوې او هغه ولایتونه چې له دې لین څخه تغذیه کېدل، له برېښنا بې‌برخې سوي دي.

دا دوهم ځل دی چې په لږه موده (د دوو اوونیو په دننه کې) د ازبکستان وارداتي برېښنا پرې کېږي. نږدې یوه اوونۍ وړاندې هم د همدې هېواد برېښنا پرې سوې وه او طالبان تر لسو ورځو وروسته وتوانېدل چې دا شبکه بېرته فعاله کړي. د ژمي په موسم کې د برېښنا بیا پرې کېدل د هېواد د اوسېدونکو او د برېښنا پر صنعتونو د اندېښنې سیوری غوړولی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
WhatsApp-Image-2025-11-03-at-03.00.22_4f949d43-750x500-1
د ملګرو ملتونو د مرستو ډلې د زلزله‌ځپلو سیمو په لور واستول سوې
د ملګرو ملتونو استازولۍ په افغانستان کې اعلان کړی چې د دې سازمان د بیړنیو مرستو ډلې د افغانستان شمال کې هغو سیمو ته استول سوې دي چې له وروستۍ زلزلې‌ څخه سختې زیانمنې سوې دي، څو د خلکو اړتیاوې وارزوي او عاجلې مرستې ورسوي.
140208301456086228824644
د تورخم له تړل کیدو سره مسافر او سوداګر له سخت حالت سره مخ دي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه له درېیو اوونیو زیاتې مودې راهیسې تړلې پاتې سوې ده، او په نتیجه کې یې سلګونه د مالونو بار موټرونه او مسافر په ډېر ستونزمن وضعیت کې بند پاتې دي.
teacher-in-afg
د یونیسف او د اروپا ټولنې ملاتړ د ښځینه ښوونکو د پیاوړتیا او پرمختګ له پروګرام څخه
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق اعلان کړی چې دا اداره د اروپا د ټولنې په مالي ملاتړ له هغه پروګرام څخه ملاتړ کوي چې موخه یې په افغانستان کې د ښځینه ښوونکو روزنه، پرمختګ او پیاوړتیا ده.
india-help
د هند ۱۶ ټُنه بشري مرسته افغانستان ته راورسېده
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د نوې ډهلی له لوري د افغانستان سره د بشري مرستو په دوام کې، د هند حکومت له ۱۶ ټُنو څخه ډېر درمل او طبي وسایل د ساري ناروغیو د مخنیوي په موخه کابل ته لېږلي دي.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو تړل کېدل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان سره د وروستیو سرحدي شخړو له امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې تجارتي او ترانزیټي لارې به تر راتلونکې خبرتیا پورې تړلې پاتې سي.
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.