د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال چينايي پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه

د افغانستان اسلامي امارت

دغو سوداګرو په افغانستان کې د امنيت په ټينګښت خوښي وښوده او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې زمينې مساعدېدو ته په اشارې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې د همکاريو دوام ته چمتووالی څرګند کړ.
هغوی زیاته کړه، اوس چې پراخ کاري ظرفیت او زمینه مساعده ده، نو د اسلامي امارت په همکارۍ چینايي شرکتونه او سوداګر غواړي د بیارغونې په ځانګړې توګه په اساسي ډول د سړکونو او لويو لارو جوړولو برخو کې پانګونه وکړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغو سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت پانګه والو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دی.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د چين – افغانستان مثبتو اړيکو ته په اشارې زياته کړه، چې افغانستان د چينايي سوداګرو پانګونې ته خوشبين دی او د ياد هېواد ټولو شرکتونو او سوداګرو ته يې افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه.

بیشتر بخوانید:  د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو نرخ نن (دوشنبه، د ۱۴۰۴ کال د ثور 29مه)
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x