په دې کتنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، د هېواد د ۱۶ ولایتونو قومي مشرانو او ديني عالمانو د اسلامي امارت په راتګ خوښي وښوده او هغه یې د ټولو افغانانو ګډ ټغر یاد کړ.
هغوی وویل، چې اوسني نظام ته خدمت د ټول ولس مسئوولیت دی او په دې برخه کې یې د خپلو ولسونو د مرستو ډاډ ورکړ.
راغلو کسانو پر پوهنیزو، روغتیايي او پراختیایي چارو کې په خپلو ولایاتونو کې د پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې شته ستونزې یې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
د رياست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دغه کتنه کې وویل چې د اسلامي امارت په بریا کې ټولو ولایتونو قرباني ورکړې او ټول د متوازن پرمختګ او بیا رغونې مستحق دي.
نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي، د خپلو امکاناتو په نظر کې نیولو سره د ټولو افغانانو ستونزو ته رسیدګي وکړي او ولس له متوازن انکشاف څخه برخمن شي.
سرچینې همدرانګه وویل چې اسلامي امارت د هېواد تلپاتې پراختیا او انکشاف په موخه د سترو او متوسطو اساسي پروژو چارې پیل کړې دي.