د هنرمند په نړېواله ورځ (۲۵ اکتوبر)، درناوی او مننه دې وي د نړۍ ټولو هنرمندانو ته، په ځانګړې توګه د افغانستان زغمناکو او چوپ هنرمندانو ته؛ هغو ته چې په چوپتيا کې د انسانيت فرياد دي. که هنر د نړۍ د روح رڼا ده، نن افغانستان تر هر وخت زياتې دې رڼا ته تږي دی، څو د رنځ او چوپتيا له تيارو ځان خلاص کړي. خو افسوس، دا رڼا د تاوتریخوالی، ناپوهۍ او د سياست په منګولو کې د مړاوي کېدو په حال کې ده.
دا ورځ د کاناډايي نقاش کريس مککلور په ابتکار «د هنرمند نړېوالې ورځ» په نوم ونومول سوه؛ ورځ چې د خلاق روح د ستاينې لپاره ده، هغه روح چې نړۍ له بدۍ او تاوتريخوالي ژغوري. خو په داسې خاوره کې لکه افغانستان، دا ورځ د جشن نه، بلکې د ژور خپګان ورځ ده. په داسې هېواد کې چې هنرمند تبعيدېږي، ساز او رنګ جرم ګڼل کېږي، او د ښځې غږ «عورت» بلل کېږي د هنرمند نړېواله ورځ يادول خپله يو چوپ اعتراض دی، خو ډېر ژور. د ظاهرشاه له وخته تر جمهوريتونو پورې، هنر هېڅکله خپل حقيقي مقام نهدی موندلی، او د طالبانو په واکمنۍ کې دا نه پاملرنه تر ټولو زياته ښکاره سوې ده. کله ناکله د آزادۍ د وړو کړکيو لاندې د خلاقیت غوټۍ راټوکېدلې، خو د سياست باد تل له غوړېدو مخکې مړې کړي. جينو سوريني، ايټالوي د هنر وړاندویونکي، وايي: «هنر بل څه نه، بلکې انسانمنلی علم دی.»
هو، هنر د عقل او احساس ترجمان دی، يو پُل د فکر او زړه تر منځ. هنرمند هغه څوک دی چې علم او تجربه د انساني احساس په غېږ کې ږدي، څو له هغې معنا وزېږي. له تاوتريخوالي او جهل ډکه نړۍ کې، هنر ګډه ژبه ده چې د بنکسي (برېتانوي نقاش او فلمجوړونکی) په وينا — «هنر د اميد تر ټولو غوره تمثيل دی».
او نن افغانستان تر هر وخت زيات دې اميد ته اړتيا لري. افغان هنرمند، حتی که په جلا وطنۍ کې وي، شمع ده د تيارو په منځ کې؛ ځکه هنر د عشق زېږنده دی، نه د فرمان. شکسپير وايي: «دا هنر وو چې بېروحه طبيعت ته يې ژوند ورکړ.» او دا څومره ښکلی حقيقت دی هنر ژوند له تکرار نه، معنا ته وړي. هنر يوازې د واقعيت آيينه نه ده، بلکې د بدلون ځواک دی. هنرمند د خپل اثر له لارې ننداره کوونکی نه، بلکې د ټولنې جوړوونکی دی.
هغه د فکر او احساس له ضربو، د انسان په روح او د زمانې په کلتور کې نوې بڼه را ژوندۍ کوي. کله چې هنر د بېوجدانه دولتونو له سياست سره همغږې سي، خپل ژوند بایلي؛ خو کله چې د بيداره وجدان له غږ سره يو سي، تلپاتې کېږي او د انسان د تاريخي حافظې برخه ګرځي. که د موسیقۍ ږغ په کابل کې چوپ سوې، که نقاش له انځور وېره لري، او که ښځه هنرمنده په کور کې بنده ده دا چوپتيا د ټولنيز وجدان چوپتيا ده. لئون تولستوی روسی لیکوال وايي: «هنر بايد د تاوتريخوالي مخه ونيسي، او يوازې هنر دی چې دا کار کولی سي.»
کله چې هنر له منځه ځي، د هغه ځای قهر، تعصب او بېرحمي نيسي. لکه څنګه چې فردوسي ويلي: «هنر خوار شد، جادوي ارجمند» یعنې کله چې هنر خوار سي، جادو قدرتمنده کېږي او دا نن د افغانستان د فرهنګي حال واقعي انځور دی. حکيم اُرُد ایرانی فیلسوف وايي: «هنر د روح خوراک دی، او هنرمند يې خالق دی. ټولنه چې د روح لوږه هېروي، هېڅ اصلاح او پرمختګ نهسي کولی.» ارسطو باور درلود چې هنر د طبيعت د ښکلا هوښيارانه تقلید دی هغه څه چې د عقل او فکر له لارې د واقعيت ژوره بڼه وړاندې کوي. له همدې امله، هنر نه خيالبافي ده او نه تېښته له واقعيت څخه، بلکې د هغه شعوري بيا زېږونه ده. او د افلاطون او سقراط په اند، هنر بايد له اخلاق او نېکۍ سره تړلی وي؛ ټولنه چې له هنره جلا سي، له اخلاقو هم جلا کېږي.
په اسلامي ليدلوري کې، هنر يوازې د ښکلا زېږونه نه ده، بلکې د خدای د حضور ځلا ده. هره ښکلا د الهي جمال نښه ده، او هنرمند د خالق د ښکلا د افشا کولو وسيله ده. په همدې مفهوم، هنر عبادت دی د حقيقت په لور د انسان هوښيارانه حرکت. اسلام هنر د الهي صفاتو آيينه ګڼي. هر هنر چې له ايمان او اخلاصه راپورته سي، د روح د لوړتيا عبادت دی. داسې هنر انسان له مادې سطحې معنويت ته رسوي.
په دې ليدلوري کې، ښکلا د الهي کمال سيوری دی، او رښتينی هنرمند هغه څوک دی چې دا سيوری وپېژني او د فطرت او حقيقت سره په همغږي کې يې بيا راژوندی کړي. هغه نه غواړي له طبيعت سره سيالي وکړي، بلکې د خدای د حضور پرده راپورته کوي. په همدې دليل، هنر په اسلام کې د انسان د ځانښودنې نه، بلکې د خدایښودنې وسيله ده. هنر ذهن او وجدان راويښوي دا د انسان د بيدارۍ ژبه ده.






