د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې :د رياست الوزرا مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا د دفترلوى رييس ډاکټر ملا عبدالواسيع د کرکټ بورډ له رييس ميرويس اشرف او د افغانستان د کرکټ ملي ټيم کپتان محمد نبي سره د ويديو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دې ويديويي کنفرانس کې چې د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د رياست الوزرا د دفتر لوى رياست مرستيال مولوي احمدالله متقي او د وياند مرستيال قاري يوسف احمدي هم حاضر و، د رياست الوزرا د دفتر لوى رييس د کرکټ بورډ مسوولينو او د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته د روغتيا او برياليتوب هيله وکړه او د هغوى د تېرو برياليتوبونو په مناسبت يي مبارکي وويله او هغه يي د اسلامي امارت او د ټولو افغانانو وياړ وباله.
هغه وويل: لوبه بريا او ماته لري او زموږ د کرکټ اتلان بايد په راتلوونکي د برياليتوبونو د ترلاسه کولو لپاره کار، زغم او قوي اراده ولري.
ډاکتر ملا عبدالواسيع زياته کړه: له تاسو څخه د شرعي حکمونو او اسلامي اصولو د پرځاى کولو په ترڅ کې غواړو د خپلو مشرانو اطاعت وکړئ او په خپل منځ کې بشپړه همغږي ولرئ.
ډاکتر ملا عبدالواسيع وويل اوس چې تاسي په متحده عربي اماراتو کې د اسيا جام په سیالیو کې لوبې کوئ هيله لرم چې له ټولو لوبغاړو سره ښه چلند، تعامل او زغم څخه کار واخلئ او خپلې سيالۍ د نړيوالو اصولو په رڼا کې ترسره کړئ، د اسلامي امارت مشران او زه په خپله ډاډ درکوم چې موږ ټول له تاسو همکار يو.
هغه زياته کړه: په پاى کې د کرکټ له نړيوالې شورا غواړم چې له نړيوالو قوانينو څخه په استفادي سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د لوبغاړو ټول حقوق په پام کې ونيسي چې زموږ ټيم له خپلو حقوقو څخه ګټه واخلي.
د کرکټ بورډ رييس ميرويس اشرف او د افغانستان د کرکټ ملي ټيم کپتان محمد نبي د رياست الوزرا د دفتر له لوى رييس څخه د منني په ترڅ کې وويل: ستاسو، د اسلامي امارت او د نورو مشرانو پاملرنه او د هېوادوالو تشويق لوبغاړو ته روحيه ورکوي او هغوى هڅوي چې په نړيوالو سياليو کې په لوړه روحيه لوبه وکړي.
هغوى د رياست د دفتر لوى رييس او د اسلامي امارت مشرانو ته ډاډ ورکړ چې لوبغاړي به په سياليو کې په برياليتوب سره د افغانستان نوم د لوړولو لپاره هڅې وکړي چې هېوادوالو ته زياتې خوښۍ راوړي.