د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روغتیا نړیوال سازمان د جوزا په ۷مه، د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو لابراتوارونو ته ۱۹۴ توکي روغتیايي تجهیزات ورکړي دي. دا مرسته د اروپایي اتحادیې په مالي ملاتړ چمتو شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار وکړ چې دا مرسته به د روغتیا خدماتو کیفیت ښه کړي او د افغانستان په بیلابیلو برخو کې به د روغتیا پاملرنې ښه کولو کې مرسته وکړي.