د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې دواړو خواوو د روغتیايي خدماتو پراخولو، د کارمندانو روزنې، د سرطان ناروغانو لپاره د جوړیدونکي روغتونونو تجهیز کولو، د ساري ناروغیو روغتونونو ملاتړ او د نړیوالو مرستو راجلبولو په اړه بحث وکړ.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې دواړه خواوې د افغانستان د روغتیا سیسټم په پیاوړتیا ټینګار کوي.
جلالي د روغتیايي سیستم بیړنیو اړتیاوو ته په اشارې سره وویل، “موږ باید د ستونزو د حل او د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره کار وکړو.”
هغه د پولیو او نورو ساري ناروغیو سره مبارزه د وزارت له لومړیتوبونو څخه وګڼله او د روغتیايي خدماتو د کیفیت پر ښه والي یې ټینګار وکړ.