د روسیې سفیر: مسکو له طالبانو سره د خپلو ګټو له مخې چلند کوي

د روسیې سفیر: مسکو له طالبانو سره د خپلو ګټو له مخې چلند کوي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کابل کې د روسيې سفير ديميتري ژيرنوف له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې، چې د دغه مطلب متن چې د شنبې په ورځ د سرطان په ٣٠مه خپور شو، ويلي دی چی هر هیواد له افغانستان سره د اړیکو لپاره خپلې موخې لري. ده همداراز ټینګار وکړ چې د افغانستان او روسیې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي. د هغه په ​​وينا، د دې له امله چې روسيه او طالبان دواړه تر بنديزونو لاندې دي، ډالر له سوداګريزو راکړو ورکړو لرې شوي او د دواړو هېوادونو سوداګر روبيل او افغانۍ کاروي. دیمیتري ژیرنوف دا هم وايي، چې افغانستان ته د روسیې صادرات زیات شوي او تر ټولو ډېر خوراکي توکي او سون توکي افغانستان ته صادرېږي.

بیشتر بخوانید:  طالبانو او سعودي عربستان د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x