د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اسماعیل هنیه د وژل کېدو او شهادت په اړه د ایران د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر علي باقري کني سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. په دې ټیلیفوني خبرو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې “له داسې کړنو ډډه وکړي چې په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل شي”. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو خواوو په تهران کې د اسماعیل هنیه وژنه غندلې ده. دوی وویل چې د برید تنظیمونکي هیله لري چې د خبرو اترو بهیر ودروي چې لا دمخه پیل شوي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9822
۴ میاشتی پیش
شماره خبر 9822
منتشر شده در ۱۵:۰۸ - اسد ۱۳, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email