د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ټینګار وکړ چې اروپايي هېوادونه د خپلو متخاصمو سیاستونو له امله په ریاض کې د اوکراین په اړه په راتلونکو خبرو اترو کې ځای نه لري. هغه ټینګار وکړ چې دغو هېوادونو نه یوازې د سولې لپاره کار نه دی کړی، بلکې د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل هم شوی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د اروپايي مشرانو دښمنانه دریځونو ته په اشارې سره وویل: “په دې کنفرانس کې د اروپايي مشرانو ویناوې په بشپړ ډول تیری کوونکې وې او وښودله چې د دوی په پالیسیو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.”

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=120928
۳ اونۍ پیش
شماره خبر 120928
منتشر شده در 1:49 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email