د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر استعفا ته په اشارې سره په ټلګرام کې ویلي: د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) د بهرنیو چارو وزیران باید د ډیمیټرو کولبا مثال تعقیب کړي. د تاس خبري آژانس د خبر له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په دغه لایحه کښې له خپلې دندې د سویډن د بهرنیو چارو د وزیر توبیاس بلسټروم د استعفا غوښتنې ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي: زه هیله لرم چې بیلسټروم د خپل اوکرایني همکار سره د پیوستون د نښې په توګه خپله استعفا وړاندې کړي. زاخارووا زیاته کړه: د ناټو د غړو نور هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم باید د کولبا د استعفا بېلګه تعقیب کړي او د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر سره د پیوستون د نښې په توګه خپلې دندې پریږدي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10265
۳ میاشتی پیش
شماره خبر 10265
منتشر شده در ۱۶:۱۰ - سنبله ۱۵, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email