د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اندرې رودینکو د انټرفاکس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د روسیې د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو پروسه وخت او احتیاط ته اړتیا لري. دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د هیواد په قوانینو کې اصلاحات تصویب کړل چې طالبان به په موقت ډول له لیست څخه وباسي. د دې اصلاحاتو له مخې، د روسیې ستره محکمه کولای شي د لوی څارنوال یا د هغه د مرستیال په غوښتنه د ترهګریز سازمان د فعالیتونو بندیز وځنډوي. په ۲۰۰۳ کال کې، د روسیې سترې محکمې طالبان یو ترهګریز سازمان اعلان کړ او په هیواد کې یې فعالیتونه منع کړل.

- 46
- کې خپور شو 1:47 ب.ظ
- د خبر شمیره 120271
- February 12, 2025
- کې خپور شو 1:47 ب.ظ
- د خبر شمیره 120271
- February 12, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



