د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سرطان په ۲۲مه، چین ته د خپل سفر په څنډه کې په بیجینګ کې له خپل چینایي سیال وانګ يي سره وکتل.
د غونډې تمرکز د متحده ایالاتو سره د دواړو هیوادونو د اړیکو بیاکتنه او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د حل لارې لټول وو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو خواوو “په نړیوالو ډګرونو کې د نږدې همغږۍ ساتلو اهمیت” باندې ټینګار وکړ.