د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، البرت خورف د روسیې سفیر، او احمد شکیب د طالبانو سفیر په پاکستان کې، په اسلامآباد کې د لیدنې پر مهال د امنیتي مسایلو او سیمهییز وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د روسیې سفیر په پاکستان کې د شنبې ورځ، د قوس ۱۵مه، په خپله ایکس پاڼه په یو یادښت کې لیکلي چې په دې ناسته کې د سیمهییزې سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره د ګډو اقداماتو اړتیا باندې ټینګار سوی دی.
د هغه په وینا، دواړو لوریو د مسکو او د طالبانو د ادارې اوسني اړیکو وضعیت وڅېړه او په هغو برخو کې د همکاریو پراختیا باندې موافقه وکړه چې دواړو ته ګډې ګټې لري.
دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره سوه چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ سرحدي کړکېچ بیا زیات سوی دی.
همدا رنګه، مخکې د روسیې سفیر په اسلامآباد کې اعلان کړی وو چې مسکو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي شخړو د حل لپاره د منځګړتوب چمتووالی لري. سربیره پر دې، ولادیمیر پوتین، د روسیې ولسمشر، د افغانستان د ننګونو په اړه ویلي وو چې دغه هېواد له څو لسیزو راهیسې له کورني جګړو سره مخ دی او «وضعیت یې ډېر اندېښمنونکی دی».




