د معمار پرس د خبر له مخې: د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون په یوه خبري غونډه کې وویل: مسکو د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ملاتړ کوي. خو ښاغلي کابلوف وویل چې د افغانستان غړیتوب به د افغانستان په اقتصاد کې نسبي ثبات او نظم ته اړتیا ولري. هغه زیاته کړه: د افغانستان په اقتصاد کې باید نسبي نظم رامنځته شي څو د شانګهای د همکاریو سازمان نور غړي په دغه سازمان کې د دغه هېواد د غړیتوب په اړه موافقه وکړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8943
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 8943
منتشر شده در ۱۳:۱۲ - جوزا ۱۷, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email