د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران: په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډون حکومت جوړول اړین دي

د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اتیایمې غونډې په څنډه کې خپره سوې، له طالبانو وغوښتل چې یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي او د ټولو قومونو او مذهبي ډلو حقونه او اړتیاوې تأمین کړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=150327
۳ ورځې مخکی
شماره خبر 150327
منتشر شده در 12:44 ق.ظ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي. دوی په ګډه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان د ټولو قومونو او مذهبي ډلو حقونه او اړتیاوې باید تأمین سي. د دغو څلورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اتیایمې غونډې په څنډه کې په نیویارک کې یوه ګډه اعلامیه د افغانستان په اړه خپره کړه. په دې اعلامیه کې، روسیې، چین، ایران او پاکستان په افغانستان کې د یوه پراخ او ټول‌ګډون حکومت جوړول مهم وبلل او ټینګار یې وکړ چې «واکمنۍ باید د افغانستان د ټولنې د ټولو قشرونو ګټې او آرمانونه تمثیل کړي.» دې هېوادونو په افغانستان کې د ټولو قومي او مذهبي ډلو د حقونو او اړتیاوو په رعایت ټینګار وکړ او وغوښتل چې د افغانستان کړکېچ د داسې میکانیزمونو له لارې حل سي لکه د مسکو فارمټ، د شانګهای همکارۍ سازمان او سیمه ییزې څو اړخیزې ناستې. روسیې، چین او ایران له دې وړاندې هم څو ځله له طالبانو غوښتي وو چې یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي او د افغانستان ټولو قشرونو ته په نظام کې ونډه ورکړي. خو طالبانو ادعا کړې چې اوسنی حکومت یې همه‌شموله دی. طالبانو له واک ته د ستنېدو وروسته، د دولت ټولې څوکۍ خپلو ځواکونو ته ځانګړې کړې او د پخواني دولت تجربه لرونکي او لوستي کسان یې له دولتي ادارو لرې کړل.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
sadegh-khaan
د افغانستان په اړه د سیمه ییزو خبرو لپاره د پاکستان ځانګړی استازی تهران ته سفر وکړ
taliban-vs-palistan
امیرخان متقي: د افغانستان او پاکستان مثبتې اړیکې د دواړو لورو په ګټه دي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د جماعت اسلامي له پلاوي سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان مثبتې اړیکې د دواړو لورو په ګټه وبللې.
عادله-راز-1-1
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانۍ سفیره: پرته له همه شموله ګډون، په افغانستان کې هېڅ سیاسي بهیر مشروعیت نه لري
عادله راز، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې اعلان وکړ چې د همه شموله ګډون او روښانه ځواب ورکونې له تضمین پرته، په افغانستان کې هېڅ سیاسي بهیر نه سي کولای مشروعیت او پایښت ولري.
روسیه-و-پاکستان
روسیه او پاکستان: په افغانستان کې ترهګرې ډلې د سیمې لپاره ګواښ دي
محمد صادق، او البرت خورف، په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو پر ضد د ګډ تعهد ټینګار وکړ او د مسکو د څلور اړخیزو او مشورتي ناستو د چمتووالي په اړه یې خبرې وکړې.
مطالب پیشنهادی
آخرین اخبار مهم
طالبان: ۹۱۰ کورنۍ په یوه ورځ کې هېواد ته راستنې سوی دي
۱ ورځ مخکی
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د سوداګرو او صنعتکارانو پر ملاتړ ټینګار وکړ
۱ ورځ مخکی
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د زلزلې له امله د ویجاړ سوو کورونو د سمدستي او پایدارې بیا رغونې غوښتنه وکړه
۱ ورځ مخکی
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( دوشنبه د 1404 کال د میزان 7)
۱ ورځ مخکی
په لغمان کې د ۴.۳ ریښتره زلزلې پېښه
۱ ورځ مخکی
د افغانستان د معیوبینو ملي کرکټ ټیم پاکستان ته ولاړ
۲ ورځې مخکی
په ننګرهار او نورستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل سو
۲ ورځې مخکی
د کډوالو ستنېدل؛ طالبانو د اوو زرو څخه د زیاتو کډوالو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی
۲ ورځې مخکی
گزارش و مصاحبه
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
۱ اونۍ مخکی
1:57 ب.ظ
د طالبانو په سبک روزنه؛ ولې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوی؟
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوي دي، موضوعات چې د اسلامي ښوونو او د امارت اسلامي د پالیسي خلاف ګڼل کېږي.
۲ اونۍ مخکی
1:27 ب.ظ
یوناما نسبت به وضعیت بحرانی زلزله‌زدگان شرق کشور هشدار داد
د افغانستان ختیځ کې د زلزلې ناورین؛ انساني غمیزه او د واکمنۍ ازموینه
د طالبانو حکومت په دې حساسې مرحلې کې له یوې برخلیک ټاکونکې ازموینې سره مخ دی. ددې بحران اغېزمن مدیریت د واکمنۍ د وړتیا د سنجولو معیار هم ګڼل کېږي.
۲ اونۍ مخکی
11:22 ق.ظ
راحله تلاش: بازداشت‌ زنان در کابل، خلاف شریعت و کرامت انسانی است
۲ میاشتی مخکی
7:01 ب.ظ
بحران فراگیر خشکسالی در افغانستان؛ تهدید خاموشی که زیرساخت ندارد
در حالی‌که افغانستان با یکی از شدیدترین خشکسالی‌های دهه‌های اخیر مواجه است، نبود زیرساخت‌های مناسب، ضعف در مدیریت منابع طبیعی، و نبود برنامه‌ریزی علمی، این کشور را در برابر بحران آب آسیب‌پذیرتر از هر زمان دیگر کرده است.
۲ میاشتی مخکی
7:25 ب.ظ
وطن، نه خاک؛ که باهم بودن است
وطن در واقع همدیگریم، و نه آن شعارهای قدیمی که از تاریخ بیرون کشیده می‌شود. وطن هزاره است، پشتون است، تاجیک است، و همه آن‌ها که درد مشترک دارند و امید به زندگی بهتر.
۲ میاشتی مخکی
6:45 ب.ظ