د معمار پرس د خبر له مخې؛ د خېبرپښتونخوا په دېره اسماعيل خان سيمه کې د یکشنبې په ورځ د جمعيت علمای اسلام پاکستان د مشر مولانا فضل الرحمان پر موټريز کاروان بريد شوی دی. د مولانا فضل الرحمان وياند مفتي ابرار وايي، په دې بريد کې فضل الرحمن او ملګرو ته يې زيان نه دى اوښتى. فضل الرحمن د خپل زوی د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره په لاره کې له دواړو خواوو ډزې وشوې. د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، د دیره اسماعیل خان په یورکآل پلازه کې د مولانا فضل الرحمان پر موټر هغه مهال ډزې شوې چې د تیلو ډکولو ته یې مخه کوله.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7267
۱۱ میاشتی پیش
شماره خبر 7267
منتشر شده در ۱۱:۱۸ - جدی ۱۱, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email