د معمار پرس د خبر له مخې؛ د “د فلسطین د مسلې د سوله ایز حل او د دوو دولتونو د حل لارې د پلي کولو” په اړه نړیوال کنفرانس، چې د دریو ورځو لپاره (د اسد ۶-۸ ۱۴۰۴) د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د سعودي عربستان او فرانسې په ګډه مشرۍ ترسره شو، خپل کار د “نیویارک اعلامیه” په خپرولو سره پای ته ورساوه.
دا بیانیه په غزه کې د اسراییلو د جګړې د سمدستي پای ته رسولو او د اسراییلو-فلسطین د شخړې د دوه دولتونو د حل لارې د پلي کولو په اړتیا ټینګار کوي.
په اعلامیه کې په غزه کې وروستي پرمختګونه “د سیمه ایزې او نړیوالې سولې او امنیت لپاره د جدي پایلو سره جدي انساني زیانونه” وبلل شول او د دښمنۍ د سمدستي بندیدو غوښتنه یې وکړه.