د معمار پرس د خبر له مخې: په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازي محمد ابوشهاب په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي (یوناما) له استازې روزا اتونبایوا سره وکتل. محمد ابو شهاب په ایکس چینل کې لیکلي چې د دوحې د درېیمې ناستې په اړه یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مرستیال پلاوي سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې. هغه زیاته کړه، په دې ناسته کې د یو باثباته افغانستان او د نجونو د تعلیم او د ښځو د حقونو په اړه خبرې وشوې. ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت یو پلاوی هم ګډون وکړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9166
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 9166
منتشر شده در ۱۶:۰۵ - جوزا ۳۱, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email