په تېرو څو لسیزو کې افغانستان د بېلابېلو پرمختګونو ډګر و، چې هر یو یې د افغانستان د یو پایله لامل شوی دی.
د دغو پېښو له جملې څخه د حوت لسمه، د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې کلیزه ده، چې د افغانستان او خلکو لپاره یې ډېرې اغېزې او پایلې لرلې. د دوحې د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې امریکا به په تدریجي ډول له افغانستانه ووځي او د افغانانو تر منځ خبرې به د سولې او د طالبانو په ګډون د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په هدف پیل شي. خو دا حالت بل ډول وګرځېد او د دې موضوع لپاره هیڅ وخت پیدا نه شو.
په حکومتي جوړښت کې د بې پرې او بې طرفه ځواکونو شتون، مطلق او غیر منطقي غربپالنه، پر بهرنیو حکومتونو تکیه او د افغان پوځ په منځ کې د ملي باور نشتوالی د دې لامل شوی، چې یوه ملیشه ډله پر یوه سمبال حکومت او اردو غالبه شي او ټول واک تر خپل کنټرول لاندې راولي. خو دا هم باید یادونه وشي چې امریکا د دوحې په تړون کې د کړې ژمنې پر بنسټ عمل نه دی کړی او په ناڅاپه او غیر مسوولانه ډول له وتلو سره یې طالبانو ته دا ډاډ ورکړی چې هیڅوک به د افغانستان د نیولو لپاره د دوی په لاره کې خنډ نشي کیداې.
په افغانستان کې د امریکا له شتون سره په ګوډاګیو حکومتونو کې دا احساس پیدا شو چې امریکا به تل د مرکزي حکومت ملاتړ وي او دا حکومتونه به د ځان بسیاینې او خودکفایی لپاره هېڅ ډول اقدام ونه کړي. له بلې خوا په بېلابېلو کچو کې د فساد شتون د حکومت کمزورتیا او خرابوالی ګړندی کړی او د طالبانو پر وړاندې د ماتې بنسټ ګرځېدلی دی. البته دا هم باید په پام کې ونیسو چې د اشرف غني او د هغه د همکارانو توکم پالنه او همدارنګه د دوی له خوا د طالبانو د اپوزیسیون کمزوري کول بل لامل دی. او دا د دې هم لامل شو چې طالبان د ټول افغانستان د نیولو لپاره شرایط رامنځته کړي.
وروسته له دې چې طالبانو کابل ونیولو او مرکزي حکومت یې ړنګ کړ، ځان یې له افغان حکومت او امریکا سره د جګړې په ډګر کې ګټونکی وګاڼه او هڅه یې وکړه چې د خپلې فکرونه او تګلارې د افغانستان پر ټولو خلکو تطبیق کړي، چې ورو ورو یې دغه فکرونه پر افغانانو تحمیل کړل. او د ډیموکراسۍ فضا چې په تیرو وختونو کې شتون درلود په ډله ایزو حکمونو او مقرراتو بدله کړه. طالبان په خپلسري ډول پر خپلو تګلارو ټينګار کوي او په بېلابېلو لارو يې خلک د حضور او ګډون له صحنو لرې کړي دي. دوی د ښځو حقونه له پامه غورځول او یو قومي او ډله ییز حکومت یې جوړ کړ.
په هرصورت، نړیواله ټولنه او حتی هغه هیوادونه چې په افغانستان کې یې د طالبانو د تسلط لپاره لاره هواره کړې، نه پوهیږي چې د طالبانو په وړاندې څه ډول چلند وکړي. د مشخصې کړنلارې نشتوالي د افغانستان خلک په یوه تنګ او تش ځای کې اچولي او پایله یې پاتې والي، بې وزلۍ، د شرعي او قانوني حقونو نشتوالی او ناڅرګنده راتلونکې ده.
کله چې نور د ولسونو په اړه پرېکړه وکړي او د خلکو پر برخليک واکمني وکړي، د افغانستان له اوسنيو شرايطو پرته بله کومه پايله نه لري، ځکه تاريخ ثابته کړې چې استکبار او نړيوال قدرتونه د نورو ملتونو د ګټو په اړه فکر نه کوي او یوازی دوی او د دوی جغرافیه د خپلو ناوړو موخو د ترلاسه کولو لپاره کاروي.
طالبان هم باید پوه شي چې دوی داسې حکومت په واک کې اخیستی چې د ټول افغانستان استازیتوب کوي، نو په ډله ییزو او قومي مسایلو کې لاس وهنه به دوی ته ګټوره پایله ونه لري. دوی باید د افغانستان د ملي ګټو په اړه فکر وکړي او د افغانستان په اداره کې له ټولو توکمونو او ډلو څخه کار واخلي او خپل حقونه یې په رسمیت وپیژني. که طالبان په خپل ډله ییز دریځ ټینګار وکړي او د افغانستان د ټولو خلکو په استازیتوب ونه توانیږي، د تېر حکومت په څېر به برخلیک تجربه کړي او یو ځل بیا به زموږ هېواد د زبرځواکونو د مداخلو او د عصري وسلو د ازمایښت په مرکز بدل شي. له همدې امله، تر ټولو هوښیارانه اقدام چې طالبان یې کولای شي دا دی چې یو اړخیزه توب یوې خواته کړي او په افغانستان کې د یوه ځواکمن حکومت په جوړولو تمرکز وکړي او هغه محدودیتونه چې د افغانستان پر خلکو او په ځانګړې توګه پر ښځو یې لګولي دي، بند کړي او په نړیواله کچه د افغانستان د سوکالۍ او پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=3323
۲ کلونه پیش
شماره خبر 3323
منتشر شده در 6:41 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email