د دفاع وزارت سرپرست وايي کابل له دوحې سره امنیتي تړون لاسلیکوي

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=582
۲ کلونه پیش
شماره خبر 582
منتشر شده در ۱۹:۴۵ - سرطان ۲۲, ۱۴۰۱

د ملي دفاع وزارت سرپرست  ملا محمد یعقوب له قطره تر بېرته راستنېدنې وروسته له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، دوحه له کابل سره د امنیتي تړون لاسلیک کولو ته لېواله ده او په وینا یې دوحه به د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ په چوکاټ کې دا تړون مطرع کړي.

نوموړی زیاتوي، د دې تړون د جزیاتو له تحلیل او ارزونې وروسته به د اسلامي امارت چارواکي تصمیم ونیسی چې یاد تړون لاسلیک کړي که نه.

د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد وايي: «د قطر او افغانستان د دفاع وزارتونو تر منځ یو قسم تړون رامنځ‌ته شي چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي او د هغه تړون د موافقې په چوکاټ کې یو له بل سره همکاري ولري، نو موږ هم دا خبره ښه واخیستله او دلته به ان‌شاء الله مشوره ورباندې وکو او هغه مواد به مطالعه کړو.»

ښاغلي مجاهد په‌دې مرکه کې زیاته کړې، دوحې ته یې د سفر په لړ کې له قطري چارواکو غوښتي چې د افغان پوځ د معاشونو، یونیفورم، تخنیکي او نظامي تجهیزاتو د ورکړې په برخو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد وايي: «موږ له دوی څخه د همکارۍ څخه غوښتنه وکړه، هغه دا چې د پوځ د معاشاتو په ورکولو کې دوی چون اسلامي هېواد دی تر دېره وخته یې موږ سره همکاري کړې که په دې راسره همکاري وکړي، همداسې یونیفورم موږ جوړوو، په دې کې له موږ سره همکاري وکړي، د سرحداتو حفاظت ته موږ جدي توجه کړې ده او ډېر زیات متوجه یوو.»

خو د کابل او دوحې تر منځ د امنیتي تړون په تړاو بیلایبل لیدلوري شته.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «له غربي هېوادونو سره د موافقې له مخې، قطر د اصلاحاتو راوستلو ته د حکومت د ځوانو مشرانو د هڅولو لپاره د هوکړې وړاندیز کړی دی. هغه اصلاحات چې نړیواله ټولنه یې غواړي.»

پخواني ډېپلوماټ عزيز معراج وايي: «د قطر هېواد د امريکا د سټراټيژيک دوست په توګه په افغانستان کې د امريکا موخې پرمخ وړي او د طالبانو لپاره د امريکا د پروژو لارښونه پلي کوي.»

د پوځي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي: «د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په اړه له قطر سره امنیتي تړون د افغانانو او نوي حکومت ته اجازه ورکوي چې د پاکستان او ایران په څېر هېوادونو د ناوړو پلانونو پر وړاندې ودرېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې اسلامي امارت په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د هر ډول حضور او د امنیت په برخو کې د بهرنیو هېوادونو له مرستو او همکاریو سره په کلکه مخالفت کړی وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email

مطالب پیشنهادی

د صهیونیسټانو پرضد د ایران بریالی عملیات

د صهیونیسټانو پرضد د ایران بریالی عملیات؛ د مسلمانانو خوشحالي او د ظالمانو غم

۳ ورځې پیش
124354657687

د افغانستان د سوداګرۍ د ستونزو په اړه د امریکا د سفارت له مرستیال سره د سوداګرۍ خونې د پلاوي خبرې

۳ ورځې پیش
14325468579

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال: موږ د وچې مېوې سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابروو

۳ ورځې پیش
142354657

د کابل – مسکو شرکت د افغانستان د سرب او جست په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا لري

۳ ورځې پیش

آخرین اخبار مهم

آغاز کارزار کمک‌های زمستانی سازمان ملل در شرق افغانستان

۳۸ دقیقې پیش
آغاز کارزار کمک‌های زمستانی سازمان ملل در شرق افغانستان

طالبان : فرصت بی نظیر سرمایه گذاری در افغانستان فراهم است

۲ ساعتونه پیش
طالبان : فرصت بی نظر سرمایه گذاری در افغانستان فراهم است

درگیری مرزی میان طالبان و نظامیان پاکستانی در قندهار

۴ ساعتونه پیش
درگیری مرزی میان طالبان و نظامیان پاکستانی در قندهار

مقام طالبان: همگی برای حفاظت از جنگل‌های کشور مسئولیت داریم

۶ ساعتونه پیش

وزیر مهاجران طالبان: هر فرد باید علوم دینی و عصری را فرا گیرد

۸ ساعتونه پیش

توافق ایران و افغانستان برای فعال‌سازی بندر چابهار و توسعه روابط اقتصادی و تجاری

۸ ساعتونه پیش
توافق ایران و افغانستان برای فعال‌سازی بندر چابهار و توسعه روابط اقتصادی و تجاری

تاکید مقامات طالبان و روسیه به گسترش همکاری دیپلماتیک و اقتصادی

۲۳ ساعتونه پیش
تاکید مقامات طالبان و روسیه به گسترش همکاری دیپلماتیک و اقتصادی

ریچارد بنت از تصمیم تاریخی دادگاه اروپا برای حمایت از زنان افغان استقبال کرد

۱ ورځ پیش
ریچارد بنت از تصمیم تاریخی دادگاه اروپا برای حمایت از زنان افغان استقبال کرد

گزارش و مصاحبه

الگوی شجاعت و آزادگی از میان ما رفت!

الگوی شجاعت و آزادگی از میان ما رفت!

۱ اونۍ پیش
۱۴:۴۹ - میزان ۸, ۱۴۰۳
Screenshot 2024-09-25 224628

محمد داوود افشار:امریکا باخروج خود به دنبال بحران در افغانستان بود

۲ اونۍ پیش
۲۲:۵۰ - میزان ۴, ۱۴۰۳
چالش‌های جاری در کشور

چالش‌های جاری در کشور

۱ میاشت پیش
۲۰:۱۱ - سنبله ۴, ۱۴۰۳
IMG-20240823-WA0006

نمایشگاه تولیدات و فرآوردهای داخلی  افغانستان امروز در کابل گشایش یافت

۱ میاشت پیش
۰۴:۱۲ - سنبله ۴, ۱۴۰۳
محب الله نوری

گفتگو با داکتر محب الله نوری :بی کفایتی تعدادی از رهبران افغانستان یکی از عوامل سقوط بود

۲ میاشتی پیش
۲۱:۴۴ - اسد ۳۱, ۱۴۰۳
esmatullahi

مصاحبه اختصاصی با دکتر عصمت الهی

۲ میاشتی پیش
۲۰:۰۹ - اسد ۳۰, ۱۴۰۳