د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو نن د یکشنبې په سهار (د جوزا ۲۵) یوه اعلامیه خپره کړه چې دوی د “دریم وعده صادق” عملیاتو په دریمه څپه کې د اسراییلي جنګي جیټ الوتکو لپاره د سونګ توکو تولید مرکزونه او د رژیم د انرژۍ تاسیسات په نښه کړل.
دا عملیات د صهیونیسټ رژیم د بریدونو او “وروستي شرارتونو” په ځواب کې ترسره شول او د ډیری توغندیو او جنګي ډرونونو په کارولو سره ترسره شول.
په بیان کې ویل شوي چې که اسراییل خپلو شرارتونو ته دوام ورکړي نو د ایران د وسله والو ځواکونو تهاجمي عملیات به ډیر شدید او پراخه شي.