د طالبانو د مهاجرت وزارت وايي، د دې ډلې حکومت له نړیوالو سازمانونو سره په ګډه د داخلي بې ځایه شویو د انتقال لپاره کار کوي. د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ پلان لري چې شاوخوا ۵۰۰ زره بې ځایه شوي کسان خپلو اصلي سیمو ته ولېږدوي. د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند رسنیو ته ویلي دي چې دغه وزارت د شریکو بنسټونو په مرسته د بې ځایه شویو د راستنیدو لپاره یو ګډ پروګرام په لاره اچولی دی. د يادونې وړ ده، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پرون (يکشنبه د ميزان ٢٢مه) اعلان وکړ، چې دغه سازمان ژمن دى، چې ټول افغانستان ته بېړنۍ او اوږدمهاله مرستې ولېږدوي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=104705
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 104705
منتشر شده در 2:48 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email