د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د خوړو نړیوال پروګرام په تازه راپور کې ویل سوي چې شدیده خوارځواکی، پرلهپسې وچکالي او له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو اجباري ستنېدل ډېرې کورنۍ له لا ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي دي. دغه د ملګرو ملتونو اړوند بنسټ ټینګار کړی که بیړنۍ مالي سرچینې برابرې نه سي، د اړتیا وړ مرستو رسونه له جدي خنډونو سره مخامخ کېږي. د WFP په وینا، د راتلونکو شپږو میاشتو اړتیاوو د پوره کولو لپاره لږ تر لږه ۵۶۸ میلیونه ډالرو بیړنۍ بودجې ته اړتیا ده. یاد پروګرام خبرداری ورکړی که دغه مالي سرچینې برابرې نه سي، میلیونونه افغانان به د لا ډېرې لوږې او شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ سي
- په افغانستان کې د بشري ناورین د لا زیاتېدو اندېښنه
د خوړو نړېوال پروګرام د افغانستان د بشري ناورین د زیاتېدو په اړه ویلي دي چې شدیده لوږه او خوارځواکی، پرلهپسې وچکالي او د کډوالو بېرته ستنېدل د میلیونونو افغان وګړو ژوند له سخت ګواښ سره مخ کړی دی.

- 51
- کې خپور شو 3:42 ب.ظ
- د خبر شمیره 149604
- September 22, 2025
- کې خپور شو 3:42 ب.ظ
- د خبر شمیره 149604
- September 22, 2025
- تازه تازه 16:42 - September 22, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149604
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



