د خوړو نړیوال پروګرام: د افغان ماشومانو او میندو لپاره سخت ژمی په تمه دی

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران زیات سوی او ماشومان او میندې په بېلابېلو ولایتونو کې د جدي خطر سره مخ دي. دغه بنسټ د ولایتونو زرګونو اوسېدونکو ته مغذي خوراکي توکي ویشلي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام: د افغان ماشومانو او میندو لپاره سخت ژمی په تمه دی

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران په اندېښمنه توګه زیات سوی او د ماشومانو او میندو وضعیت په بېلابېلو سیمو کې خراب سوی دی.

دغه بنسټ د یکشنبې په ورځ، د قوس ۳۰، په ایکس ټولنیزې شبکې کې په خپره سوې پیغام کې وویل چې سږکال یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو خلکو ته مغذي خوراکي توکي ویشلي دي. د دې مرستو هدف د خوارځواکۍ درملنه او د زیان‌منو کورنیو، په ځانګړې توګه ماشومانو او میندو، د روغتیا د لا خرابېدو مخنیوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې هره ورځ ګڼ شمیر میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له امله روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کوي. دغه بنسټ د خپلو مالي ملاتړو څخه مننه کړې او ټینګار کړی چې د دې مرستو دوام کولی سي د خطر سره مخ ماشومانو او میندو لپاره د روغ او سالم راتلونکي هیله ژوندۍ وساتي.

دغه نړیوالې ادارې وړاندې هم خبرداری ورکړی وو چې که روان وضعیت دوام وکړي، شاوخوا څلور میلیونه افغان ماشومان به په راتلونکې کال کې د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخ سي. د ژمي د موسم پیل او د خوراکي توکو محدود لاسرسی د ماشومانو د مړینې خطر زیاتوي.

دغه نړیوال بنسټ ویلي چې کلیدي شاخصونه ښيي چې په افغانستان کې غریبې او زیان‌منې کورنۍ د یو له خورا سختو ژميو سره مخامخ دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x