د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د ژمي د موسم په پیل کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د لوږې بحران په چټکۍ سره پراخېږي او د نړیوالې ټولنې سمدستي پام او اقدام ته اړتیا لري.
دې نهاد د چهارشنبې په ورځ، د قوس ۲۶مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې مختلف عوامل لکه وچکالي، اقتصادي سقوط، جبري راستنېدنې، وروستي زلزلي او د نړیوالو مرستو شدید کمښت، میلیونونه افغانان د لوږې له خطر سره مخ کړي دي.
د دې پروګرام د معلوماتو له مخې، تر اوسه د دې انساني بحران اغېزه پر شاوخوا ۱۷ میلیونه کسانو لیدل سوې ده او د خلکو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۴۶۸ میلیون ډالره بودیجه ته اړتیا ده.
په راپور کې راغلي چې څلور میلیونه افغان ماشومان په جدي توګه د خوارځواکۍ په خطر کې دي او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې تر ۲۰۲۶ کال پورې شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان به پر بشردوستانه مرستو متکي وي.
دې نهاد د مرستندویه هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان خلکو په وړاندې خپلې بشردوستانه ژمنې ترسره کړي او دا هېواد د کال په سخترین موسم کې یوازې پاتې نه سي.



