د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې د بشردوستانه مرستو ۴۰ سلنه کمښت به نږدې ۱۳.۷ ميليونه انسانان د قحطۍ تر پولو ورسوي، او افغانستان د ۹.۵ ميليونو اړو کسانو او ۶۲۲ ميليونه ډالرو کسر له امله د دغه بحران په سر کې ځای لري.
ددې سازمان په وروستیو راپورونو کې راغلی چې د بوديجې دا کمښت به ميليونونه مرسته ترلاسه کوونکي انسانان له “بحران” څخه د خوړو د ناامنۍ “بيړني” حالت ته ورسوي، چې يوازې يو ګام له بشپړې قحطۍ لرې دی. په راپور کې ويل سوي چې ۹.۵ ميليونه افغانان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي، او دا شمېر ښايي لا زيات سي. افغانستان د هغو شپږو هېوادونو په ډله کې دی چې د مالي کسر له امله د کال تر پايه د سختې لوږې له ګواښ سره مخ دي.
د خوړو نړيوال پروګرام زياته کړې چې افغانستان، کانګو، هایټي، سوماليا، جنوبي سوډان او سوډان له سختو اغېزو سره مخ دي، ځکه دغه اداره د بوديجې د کموالي له امله اړ سوې چې د ميليونونو کسانو لپاره د خوراکي توکو مرسته راکمه يا بنده کړي.
دغه اداره وايي، د شپږو مياشتو لپاره د ۶۲۲ ميليونه ډالرو بوديجې کسر سره مخ ده، او يوازې ۸ سلنه د خپلو ژمنو د پلي کولو توان لري. WFP خبرداری ورکړی چې که بېړنۍ مرسته و نه سي، ميليونونه افغانان به د ژمي په سړو مياشتو کې له سختې لوږې سره مخ سي، او د تدارکاتو ځنځير کې به له نومبر مياشتې وروسته جدي ګډوډۍ رامنځته سي.
په افغانستان کې د ژمي مرستې ډېرې راکمې سوې دي او اټکل کېږي چې يوازې ۸ سلنه د ټاکل سويو اهدافو پوره سي. راپور خبرداری ورکوي چې د مرستو دا کمښت يوازې لوږې ته نه محدودېږي، بلکې کېدای سي د ماشومانو د ښوونځيو پرېښودل، جبري ودونه، جبري کډوالي، ټولنيزې ناآرامۍ او اقتصادي-سياسي کړکېچونه نور هم زيات کړي. د خوړو نړيوال پروګرام استازي جان ایلیف ویلي، روان کال د ماشومانو د لوږې او خوارځواکۍ د تر ټولو زياتې کچې سره پيل سوی.
ده د شاوخوا دوو ميليونو مهاجرينو ستنېدل، اوږدمهاله وچکالي، وروستي زلزلې او د نړيوالو مرستو کمښت د وضعيت د خرابېدو مهم عوامل بللي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، نږدې پنځه ميليونه افغان ميندې او ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي، خو د خوړو نړيوال پروګرام يوازې د ۱۰ سلنه اړو کسانو سره مرسته کولی سي.
راپور په پای کې ټينګار کوي چې د قحطۍ د مخنيوي لپاره بايد نړيواله پاملرنه د مخنیوي پر لور، د ټولنو د زغم لوړولو، د دايمي بوديجې برابرولو او د لوږې د کره معلوماتو راټولولو پر لور متمرکزه سي.