د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د ایران د عامې روغتیا وزارت له مرستیال او د بین المللي اړیکو له رییس سره وکتل

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د ایران د عامې روغتیا وزارت له مرستیال او د بین المللي اړیکو له رییس سره وکتل

د یادې ادارې له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو پر ټينګښت، خوراکي توکو، درملو او طبي محصولاتو په کیفیت، خوندیتوب، د ذکر شویو توکو د قاچاق د مخنیوي او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو همکاریو بحث او خبرې شوې دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په یاده کتنه کې نیکنام ژمنه وکړه، چې دوی به د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر درې ورځې وړاندې د يوه پلاوي په مشرۍ د ايران له روغتيايي چارواکو سره د ليدنې په موخه دغه هېواد ته سفر کړى دی.

بیشتر بخوانید:  پاکستان د ۴۰۲ زره افغان کډوالو د شړلو اعلان وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x