د خلکو ارادې ته پاملرنه د انزوا څخه د خلاصون یوازینۍ لار ده

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8451
۱ کال مخکی
شماره خبر 8451
منتشر شده در 4:17 ب.ظ

په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، هېواد یې د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې په افغانستان کې شته ننګونې حل کړي. هغه زیاته کړه: هغه به د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په ګډون په افغانستان کې د وضعیت د ښه والي لپاره همکاري وکړي. په کابل کې د ایران سفیر د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د وړتیاوو په روښانه کولو ټینګار وکړ او ویې ویل: هر هغه اقدام چې رغنده وي او په افغانستان کې د شرایطو له ښه والي سره مرسته کوي باید هرکلی یې وشي. کاظمی قمی د افغانستان د ملی حاکمیت په رسمیت پیژندلو موضوع ته په اشارې سره وویل: د دولتونو په رسمیت پیژندل د دغه هیواد د خلکو په ارادې پورې اړه لری، مونږ څو څو ځله دا خبره مطرح کړې ده چې د افغانستان خلک څه وایی مونږ به تصمیم نیسو. د ایران سفیر په دوام کې د افغانستان پرمختګونه د ګاونډیو هېوادونو د ملي امنیت پر ګټو اغېزمن وبلل او زیاته یې کړه: نړۍ باید دا ومني چې په افغانستان کې د ستونزو او د ترهګرۍ د مسلې په اړه د اندېښنو د حل لپاره له افغانستان سره سیمه ییزې اجماع او د هېوادونو ګډې همکارۍ ته اړتیا ده. د افغانستان پرمختګونو تل د سیمې پر هېوادونو اغېز کړی او د افغانستان هر ګاونډی په بېلابېلو مسایلو کې په یوه نه یوه ډول خپله اندېښنه څرګندوي. د افغانستان سیاسي وضعیت داسې دی چې د نړۍ ډېر هېوادونه له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره د حل لارې په لټه کې دي. ځینې ​​یې د سیمه ییز رول وړاندیز کوي او ځینې یې د ملګرو ملتونو پر دریځ او د دغه بنسټ له خوا د ځانګړي استازي پر ټاکلو ټینګار کوي. په هیواد کې سیاسي جوړښت د طالبانو په واک کې دی او خلک د هیواد په اداره کې هیڅ رول نلري. پر دې سربېره په سیاسي جوړښت کې د خلکو نه ګډون او د ګڼو محدودیتونو لګول د دې لامل شوي چې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن زیات شي؛ په پایله کې د هېواد لاره له بېلابېلو خنډونو سره مخ ده. له بلې خوا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون او فعالیت هم په سیمه کې د دغه هیواد لپاره یوه لویه اندیښنه ګرځیدلې ده. د افغانستان ګاونډیانو په وار وار له طالبانو غوښتي چې له افراطي ډلو سره په مقابله کې قاطعانه عمل وکړي او پرې نه ږدي چې افغانستان د دغو ډلو په ځاله بدل شي. د افغانستان تاریخ ثابته کړې چې تر څو چې ولس له حکومت سره همکاري او تعامل ونه کړي، دا کار به نه یوازې د واکمنانو لپاره ستونزمن وي، بلکې په هیواد کې د ناغوښتل شویو پرمختګونو ویره به ډیره شي. له اوسني وضعیت څخه د افغانستان د وتلو لپاره د نړیوالې ټولنې ګډې او هر اړخیزې همکارۍ ته اړتیا ده. د افغانستان دولت هم باید په دې برخه کې د خلکو اجتماعي ارادې او غوښتنو ته پام وکړي، ترڅو هېواد د پرمختګ او آبادۍ په لور روان شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
ټول شموله حکومتداري؛
ټول شموله حکومتداري؛د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه حیاتي اړتیا
له-ترهګرۍ-څخه-نیولې-تر-طالبانو-شکایت-پورې
له ترهګرۍ څخه نیولې تر طالبانو شکایت پورې؛ ته ډېر ناوخته پوه شوې، خو لا هم نیمګړې ده!
پاکستان-و-هند
له جهاد څخه تر توغندیو جوړولو پورې؛ د اسلام آباد د نوي دوکې خبرداری
منظم-سانسور؛-د-سیاسي-خپرونو-بندیز-او-د-انحصار-ځواک-پیاوړی-کول
منظم سانسور؛ د سیاسي خپرونو بندیز او د انحصار ځواک پیاوړی کول
مطالب پیشنهادی
بگرام
طالبان: د بګرام د سپارلو شایعات د پخواني دولت ناروغ تبلیغات دي
محمد نعیم وردک، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د بګرام هوایي اډې امریکا ته د سپارلو شایعات رد کړل او دا یې «د پخواني ناکام دولت د څېرو ناروغ تبلیغات» وبلل.
smartphones-1-1024x683
د افغانستان په پوهنتونونو کې د ځیرک موبایلونو کارول منع سول
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د نوې پرېکړې په اساس، د پوهنتونونو استادانو او له څلورم بست ټیټو کارکوونکو لپاره د ځیرک موبایلونو کارول منع اعلان کړل.
بحران-گرسنگی
د زلزلې او وچکالۍ تر سیوري لاندې په افغانستان کې بشري بحران زیاتوالی
وروستیو زلزلې او پرله‌پسې وچکالۍ د افغانستان بشري بحران لا زیات کړی، چې سلګونه زره خلک بې‌کوره کړي او د ژمي د نږدې کېدو سره سم د سرپناه، خوراکي توکو او پاکو اوبو عاجل اړتیا زیاته سوې ده.
akbar-kazemi-
اکبر کاظمي، د افغانستان د فوتسال ستوری، د ایران د غوره لیګ لوبډلې سره یوځای سو
اکبر کاظمي، د افغانستان مشهور فوتسال ستوری، د ایران د سن‌ایچ ساوه لوبډلې سره په غوره لیګ کې قرارداد وکړ.
آخرین اخبار مهم
بلجیم د طالبانو سره خبرو ته داخل سو
۱۰ ساعتونه مخکی
تاجیکستان ته د پوتین سفر د سیمې او افغانستان پر تحولاتو تمرکز لري
۱ ورځ مخکی
د طالبانو د احصائیې اداره: د ۱۴۰۴ کال په نیمایي کې له ۴۲ زرو ډېرې کاغذي تذکرې تصدیق سوې
۱ ورځ مخکی
سرچینې خبر ورکوي چې د طالبانو ډیپلوماتانو په بن کې د افغانستان قنسولګري بیا پرانېستې ده
۱ ورځ مخکی
افغانستان ته د لږ تر لږه زر کډوالو کورنیو ستنېدل
۱ ورځ مخکی
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، یکشنبه، د میزان 13
۲ ورځې مخکی
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (یکشنبه د 1404 کال د میزان 13)
۲ ورځې مخکی
افغانستان د ۲۰۲۷ کال د آسیايي جام مقدماتي سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې چمتو دی
۲ ورځې مخکی
گزارش و مصاحبه
ملګري ملتونه: د وريجو د کر او تولید بهیر په افغانستان کې پیاوړی کېږي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (فائو) اعلان کړی چې د وريجو کر او تولید به په افغانستان کې پیاوړی کړي.
۱ اونۍ مخکی
4:10 ب.ظ
طالبانو په کندهار کې د ښځینه خیاطیانو فعالیت بند کړ
ځايي سرچینې په کندهار کې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره، د ټولو هغو خیاطیانو فعالیتونه درولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.
۲ اونۍ مخکی
2:12 ب.ظ
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
۲ اونۍ مخکی
1:57 ب.ظ
د طالبانو په سبک روزنه؛ ولې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوی؟
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوي دي، موضوعات چې د اسلامي ښوونو او د امارت اسلامي د پالیسي خلاف ګڼل کېږي.
۳ اونۍ مخکی
1:27 ب.ظ
یوناما نسبت به وضعیت بحرانی زلزله‌زدگان شرق کشور هشدار داد
د افغانستان ختیځ کې د زلزلې ناورین؛ انساني غمیزه او د واکمنۍ ازموینه
د طالبانو حکومت په دې حساسې مرحلې کې له یوې برخلیک ټاکونکې ازموینې سره مخ دی. ددې بحران اغېزمن مدیریت د واکمنۍ د وړتیا د سنجولو معیار هم ګڼل کېږي.
۳ اونۍ مخکی
11:22 ق.ظ
افغانستان در روز جهانی دموکراسی؛ حاکمیت تک‌صدایی، خاموشی امید و بحران مشروعیت
نبود مشارکت مردمی، ممنوعیت آموزش زنان و سرکوب رسانه‌ها، کشور را از مسیر توسعه و مردم‌سالاری دور کرده و بحران مشروعیت را در درون نظام حاکم تشدید نموده است.
۳ اونۍ مخکی
1:14 ب.ظ