د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، سید جواد حسيني، د خراسان رضوي د پوهنې ریاست د اتباعو د چارو مسؤل، اعلان کړی چې د مهاجرو زدهکوونکو د نوملیکنې ستونزه حل سوې ده. حسيني زیاته کړه، د بهرنیو او نړیوالو ښوونځیو د مرکز د مکتوب له مخې، هغه زدهکوونکي چې درې شرطونه پوره کړي، د نوملیکنې مخه یې نه نیول کېږي.
دا درې شرطونه عبارت دي له: ۱. په تېر کال کې په ښوونځیو کې نوملیکنه او زدهکړه درلودل، ۲. په روان کال کې د کورنۍ لږ تر لږه د یوه غړي (خور یا ورور) نوملیکنه، ۳. د سرشمېرنې پاڼه او د فراجا له لوري اقامتی سند ترلاسه کول.
هغه وویل چې د ښوونځیو مدیران مکلف دي ژر تر ژره ددې زدهکوونکو د نوملیکنې زمینه برابره کړي، او دا لارښوونه ټولو ښوونځیو ته رسېدلې ده. د نوملیکنې پر مهال د زدهکوونکو مور او پلار باید د اتباعو چارو ریاست ته مراجعه وکړي، د موقتي اقامت کارت ترلاسه کړي، او د زدهکړې معرفينامه تر لاسه کړي.
حسيني له کورنیو وغوښتل چې ژر تر ژره د خپل استوګنځای نږدې ښوونځي ته ورسي، خو خبرداری یې ورکړ چې د ښوونیز کال له پیل راهیسې له یوه میاشت زیاته موده تیره سوې، او ښایي ځینې ښوونځي ظرفیت ونه لري. که له دې ستونزې سره مخامخ سي، کولای سي اړوندې د پوهنې ناحیې یا د ارزونې ریاست ته مراجعه وکړي. هغه ټینګار وکړ چې د زدهکوونکو نوملیکنه لومړیتوب لري، او مور او پلار یو میاشت وخت لري څو اړین اسناد بشپړ کړي.
تر دې وړاندې د تهران د پوهنې ریاست هم یو تعدیل خپور کړی وو چې له مخې یې د بهرنیو زدهکوونکو نوملیکنه بېرته تنظیم سوې. دا اقدام د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر د عمومي تګلارې، د دولت د دریځ او د نافذه قوانینو له مخې د زدهکړې د پوښښ د پراختیا او له زدهکړې پاتې ماشومانو د شمېر د کمولو په موخه ترسره سوی. د دې تعدیل له مخې، هغه بهرني زدهکوونکي چې د ۱۴۰۴–۱۴۰۵ ښوونیز کال لپاره د زدهکړې معرفينامه یا د نوملیکنې اسناد نهلري، کولای سي که شرطونه یې پوره کړي، د خپل استوګنځای نږدې ښوونځي ته ولاړ سي او نوملیکنه وکړي.



