د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، مستند فلم« زما اولادونه چیرته دي» د خدیجې امین، افغان ژورنالیسته چې په اسپانیا کې اوسیږی، لخوا جوړ سوی د چهارشنبه په ورځ د اروپا په سینمایی جشن کې د سیویا په ښار کې نندارې ته وړاندې سو. دا مستند چې د خدیجې امین د درې کلونو څېړنو او میداني فلمبردارۍ پایله ده، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانانو د دردوونکو کیسو او انساني بحران انځور وړاندې کوي. خدیجه امین، چې د دې مستند لیکواله، راوی او مرکزي څېره ده، اوس مهال په هسپانیا کې د رسنیو یو پیژندل سوی شخصیت ده.
هغه د هسپانیا د بېسرحده سازمان د راپور ورکوونکو غړیتوب، د “آزادۍ هیله” د ټولنې مشره، د اسپانیایی معتبرې ورځپاڼې “۲۰ دقیقې” راپور ورکوونکی او د تلفونیکا رسنیز شرکت د مرستیالې دندې پر غاړه لري. فلم د یو ژور او انساني لید له لارې د کورنیو د بېلتونونو، درد او مهاجرت د تراژیدۍ انځور وړاندې کوي او د تماشه چیانو له احساساتو سره ژوره اړیکه نیسي. «زما اولادونه چېرته دي؟» هڅه کوي د جګړې او مهاجرت د چپ قربانیانو غږ نړۍ ته ورسوي او د افغانستان د روان بشري بحران پر ژورتیا ټینګار وکړي.



