د خدمتونو بیا پیل؛ طالبانو په شپږو میاشتو کې له ۵۲۸ زرو څخه ډېر پاسپورتونه صادر کړي دي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د پاسپورت ادارې اعلان کړې چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د افغانستان وګړو ته له ۵۲۸ زرو څخه ډېر پاسپورتونه ورکړي دي.
د خدمتونو بیا پیل؛ طالبانو په شپږو میاشتو کې له ۵۲۸ زرو څخه ډېر پاسپورتونه صادر کړي دي

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د طالبانو تر واک لاندې د پاسپورت ادارې ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د هېواد وګړو ته له ۵۲۸ زرو څخه ډېر پاسپورتونه ورکړي دي.

عبدالقهار بلخي، د دې ادارې ویاند، د سه‌شنبې په ورځ (د میزان ۲۹مه) ویلي چې د پاسپورت د وېش بهیر په ټولو ولایتونو کې بېرته پیل سوی او غوښتونکي کولای سي له قانوني مراحلو تېرېدو وروسته خپل پاسپورتونه ترلاسه کړي. د مسؤلینو په وینا، د دې اسنادو یوه لویه برخه هغو کسانو ته ورکړل سوې چې د درملنې، زده‌کړو، کاري سفرونو او یا هم نورو هېوادونو ته د مهاجرت لپاره د سفر اسنادو ته اړتیا لري.

سره له دې چې خدمتونه بېرته پیل سوي، یو شمېر کاروونکي په ټولنیزو شبکو کې د ګڼې‌ګوڼې، د پروسو د ځنډ او د تخنیکي ستونزو په اړه په ځینو ولایتونو کې شکایت کړی دی. د پاسپورتونو دا پراخه وېش په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان د وګړو مهاجرت د اقتصادي او امنیتي وضعیت له امله لا هم دوام لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه