د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د بیا واک ته رسیدو وروسته، د معلوماتو لاسرسی په سیسټماتيکه توګه کمزوری کړی دی. دغه مرکز (یکشنبه، د میزان ۶مه) «د معلوماتو ته د لاسرسی نړیواله ورځ» په مناسبت ویلي چې طالبانو په دې موده کې لږ تر لږه ۲۲ فرمانونه صادر کړي چې د بیان آزادي، د رسنیو خپلواکي او د معلوماتو لاسرسی ته جدي محدودیتونه وضع کړي دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاتوي چې ټول دغه اقدامات «د افغانستان د رسنیو قانون، د معلوماتو د لاسرسي قانون او نړیوالو معیارونو خلاف دي». سمیه ولیزاده، د خبریالانو د مرکز د عدالت غوښتنې برخې مسؤلې، ویلي: «نن ورځ افغانان د معلوماتو د بندیدو په حالت کې ژوند کوي، چې نه د جګړې له امله، بلکې د عمدي سیاست له لارې رامنځته سوی حالت دی.» ولیزاده ټینګار وکړ: «معلومات یو امتیاز نه دی، بلکې حق دی او د شفافیت او ځوابویلو اساس دی. افغانان مستحق دي په داسې هېواد کې ژوند وکړي چېرته چې حقایق منع نه وي او خبریالان چوپ نه سي.» د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د لاندې مواردو په اړه ځانګړې اندېښنه لري: د مظاهرو او سیاسي مخالفتونو د رسنیز پوښښ بندیز، د محتوا له خپرېدو مخکې سانسور، د نړیوالو شبکو خپرونې بندول، د ښځو غږ او د هغوی ګډون محدودول، په ملی رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور بندول او د ښځو د ګډون بندیز په ډرامو یا ګډ چاپېریال کې د راپور ورکولو لپاره. دغه مرکز همدارنګه ویلي چې د ژوندیو موجوداتو انځورونو او تصویري مرکو بندیز په ۲۱ ولایتونو کې پراخ سوی چې د ګڼو ټلویزیونونو د تړل کیدو سبب سوی، د فایبر نوري انټرنیټ بندول او د انټرنیټ شدید محدودیتونه د طالبانو نور اندېښمنوونکي اقدامات دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز څرګنده کړه چې خبریالان د عامو ګټو لپاره د معلوماتو د ترلاسه کولو یا خپرولو هڅې له امله نیول سوي، ځورول سوي یا د راپور ورکولو حق یې اخیستل سوی دی. د دې مرکز د ارقامو له مخې، په اوس وخت کې لږ تر لږه شپږ خبریالان په کابل، غزني او پروان کې د طالبانو په زندانونو کې دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتنه کړې چې د معلوماتو د لاسرسي محدودیتونه لغو کړي، د رسنیو پر وړاندې څارنې، سانسور، او ګواښ پای ته ورسوي، او هغه خبریالان چې د عامو ګټو لپاره معلومات ترلاسه کوي یا خپروي، ونه نیسي او د فایبر نوري انټرنیټ محدودیتونه او انټرنیټ ته د لاسرسي کمولو اقدامات لغو کړي.
- د معلوماتو ترلاسه کول د خلکو حق
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې طالبانو د لږ تر لږه ۲۲ فرمانونو په صادرولو سره، د معلوماتو لاسرسی، د بیان ازادي او د رسنیو خپلواکي په سیسټماتيکه توګه محدود کړي دي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=150853
۷ ساعتونه مخکی
شماره خبر 150853
منتشر شده در 5:25 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
مطالب پیشنهادی