د خبريالانو مرکز: په ۲۰۲۵ کال کي ۲۰۵ ځله د رسنيو د آزادۍ نقض ثبت سوی دی

د افغانستان د خبريالانو مرکز په خپل کلني راپور کي ويلي دي، چي په ۲۰۲۵ کال کي په ټول هېواد کي لږ تر لږه ۲۰۵ د تاوتريخوالي او د رسنيو او خبريالانو د آزادۍ نقض پیښې ثبت سوی دی.
د خبريالانو مرکز: په ۲۰۲۵ کال کي ۲۰۵ ځله د رسنيو د آزادۍ نقض ثبت سوی دی

د معمار خبری آژانس د راپور له مخي، د افغانستان د خبريالانو مرکز په خپل کلني راپور کي ويلي دي، چي په ۲۰۲۵ کال کي په ټول هېواد کي لږ تر لږه ۲۰۵ د تاوتريخوالي او د رسنيو او خبريالانو د آزادۍ نقض پیښې ثبت سوی دی؛ هغه شمېرې چي ددې بنسټ په وينا، په افغانستان کي پر رسنيو د زور زياتوالی، سانسور او ځپل ښيي.

دا راپور چي د شنبې په ورځ، د جدي مياشتي پر شپږمه خپور سوی، د بېلابېلو ولايتونو د راټولو سوو معلوماتو او د تېر يو کال د ثبت سوو پېښو د څېړني پر بنسټ جوړ سوی او د رسنيو د آزادۍ حالت يې ډېر تياره او محدود بللی دی.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د موندنو له مخي، دا پېښې د دوه تنو وژل کیدل، درې تنو ټپي کیدل، ۱۶۶ ځله ګواښونه او ۳۴ خبريالانو نيول کیدل شاملوي. له دغو نيول سوو خبريالانو څخه پنځه تنه لا هم په بند کي دي.

په راپور کي دا هم ويل سوی، چي په تېرو دولسو مياشتو کي پر رسنيو د طالبانو فشارونه زيات سوي او د هېواد رسنيز چاپېريال د پراخ سانسور او منظمو ځپلو پر لور بيول سوی دی. د دې تګلاري له څرګندو بېلګو څخه د بندي خبريالانو په زوره اخيستل سوو ويناوو خپرول، د طالبانو د لوړو چارواکو په خبري غونډو کي د ښځينه خبريالانو د ګډون مخنيوی، او په ژونديو خبري غونډو کي د ښځو د غږ بندول يادېدای سي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز همدارنګه ويلي دي، چي په ۲۰۲۵ کال کي د زی روح موجوداتو د انځورونو د خپرولو بنديز نورو ۱۷ ولايتونو ته هم غځېدلی، او دا چاره د لږ تر لږه ۲۰ ټلوېزيونونو د تړل کېدو لامل سوې ده.

په راپور کي د افغانستان د رسنيو د آزادۍ حالت اندېښمنوونکی او کړکېچن بلل سوی او خبرداری ورکول سوی، چي د دغو تګلارو دوام کولای سي د خپلواکې خبر رسونې فضا او د خبريالانو حقونه محدود کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x