د خبرونو سرټکي
د تېرې اوونۍ په یوه له ترخو صحنو کې، ۱۳ کلن ماشوم د خوست ولایت په مرکزي لوبغالي کې د سلګونو کسانو په وړاندې د خپلې کورنۍ د غړو قاتل په ډزو قصاص کړ. دا پېښه، چې د طالبانو د قضایي نظام په حکم او څار ترسره سوې، د عدالت د معنا، د قصاص د مفهوم او د ديني احکامو د اخلاقي سرحدونو په اړه ژورې پوښتنې رامنځته کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د کنړ په زلزلهځپلو سیمو کې څلور ماشومان د یخ او د سینهبغل د ناروغۍ له امله مړه سوي او خبرداری ورکوي چې په دغو سیمو کې له ۲۷۰ زرو زیات نور ماشومان له خطر سره مخ دي.
د اروپايي اتحادیې استازولۍ په خپل پیغام کې په افغانستان کې د ښځو پر اقتصادي ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د باثباته عاید نشتوالی او د معلولیت له امله رامنځته سوي کړاوونه افغانې ښځې په ستونزمن وضعیت کې اچولي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې دوی هڅه کوي د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او افغان کارګرانو بهر ته د استولو په برخه کې ګامونه واخلي.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي تفتیش ادارې (SIGAR) تازه راپور، چې پرون (چهارشنبه، ۱۲ د قوس) خپور سو، د یویشتمې پېړۍ له تر ټولو ګرانې سیاسي–اقتصادي ناکامۍ پرده پورته کړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اداری مرستیال او په کابل کې د چین سفیر په یوه تازه لیدنه کې د افغانستان او تاجیکستان د پولو په ناامنیو او د چینایي اتباعو د وژل کېدو په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د تورخم او سپینبولدک سرحدي لارې به یوازې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لیږد لپاره پرانیستل سي او نورې ټولې چارې به لا هم تړلې پاتې سي.
د رویټرز خبري آژانس راپور ورکوي چې د طالبانو او پاکستان چارواکو په عربستان کې په یوه ناسته کې، د اوربند پر دوام او د پولو د وروستیو تاوتریخوالو د کمولو لپاره د مذاکراتو د تعقیب پر سر توافق کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان پناه غوښتونکو د مخینو څېړل ناممکن دي
مارکو روبیو، د افغانستان اوسنۍ وضعیت ته په اشاره ویلي چې د افغان پناه غوښتونکو د مخینو او شالید څېړل، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال «نژدې ناممکن» سوي دي.
د سیمې او نړۍ له هېوادونو څخه د سیاسي او اقتصادي ملاتړ د جلبولو په لړ کې، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلان کړی چې روسي سیلانیانو ته د افغانستان د طبیعي، تاریخي او کلتوري ښکلاوو د لیدلو بلنه ورکوي.
سره له دې چې د ملګرو ملتونو سازمان د روان کال د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې شعار «د معلولیت لرونکو کسانو مشري ځواکمنول د یو ټولشموله او پایدار راتلونکي لپاره» اعلان کړی، په افغانستان کې معلولیت لا هم نه یوازې د فزیکي درد نښه ده، بلکې د ټولنیزې بېعدالتي، دولتي بېتوجهۍ او فرهنګي تبعیض سمبول هم ګڼل کېږي.
د افغانستان په چارو کې د استرالیا ځانګړې استازولۍ اعلان کړی چې ددې سازمان چارواکو د ملګرو ملتونو د استوګنې بشري ادارې له مسؤلینو سره په افغانستان کې د اوږدمهاله ثبات او دایمي حل لارو په اړه خبرې کړي دي.
په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې مهدی پیرصالحی، د ایران د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو او درملو ادارې مشر، کابل ته راغلی ترڅو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره د روغتیا او درملو په برخه کې د همکارۍ د پراختیا او پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.
د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) اعلان کړی چې له ۷ زرو څخه ډېر پاسپورټونه د بهرنيو وګړو لپاره، چې زیاتره یې افغانان دي، په غیرقانوني ډول صادر سوي او دا کار د دولتي کارکوونکو په مرسته ترسره سوی دی.