يادې ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې پرون په ازبکستان کې د دغه هېواد اوسپنې پټلۍ مسؤلینو او افغان پلاوي ترمنځ د بریالیو خبرو اترو په پایله کې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسولیتونو پر لیږد هوکړه وشوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې د يادې هوکړې پر بنسټ به د حیرتان -مزارشریف اوسپنې پټلۍ مسولیتونه چې له شاوخوا ١١ کالو راهیسې د سوګډیانا ټرانس ازبکستاني کمپنۍ له لوري ترسره کېدل، د یوه منظم مهالوېش له مخې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې ته لېږدول کیږي، چې ورسره به د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر په عادي توګه روان وي.
خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي دي، چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره د دې پروژې د ټولو چارو پرمخ وړلو ته پوره چمتوالی لري او د مسؤلیتونو په خپلولو سره به هڅه وکړي سوداګرو ته لا ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي.

- 39
- کې خپور شو 12:42 ب.ظ
- د خبر شمیره 1901
- December 31, 2022
- کې خپور شو 12:42 ب.ظ
- د خبر شمیره 1901
- December 31, 2022
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 12:42 - December 31, 2022
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=1901
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


پاکستان په یوه ورځ کې له ۱۲ زرو زیات افغان مهاجرین شړلي
10 minutes پیش

پاکستان: د طالبانو له ژمنې پرته په خبرو کې پرمختګ ناشونی دی
37 minutes پیش

0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments