د حکمتیار خبرداری پاکستان ته: ګواښ او برید د شخړو د حل لاره نه ده

ګلبدین حکمتیار، د پاکستان ولس او پارلمان ته په یوه پرانیستي لیک کې خبرداری ورکړی چې دواړه مسلمان هېوادونه د یوې خطرناکې نښتې په درشل کې ولاړ دي. هغه له اسلام‌آباده غوښتي چې د افغانستان په اړه عادلانه او منطقي سیاست غوره کړي.
لنډ لینک: https://memar.press/?p=157162
۶ ساعتونه مخکی
د خبر شمیره 157162
کې خپور شو 6 ساعتونه پیش

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، ګلبدین حکمتیار، د افغانستان د اسلامي حزب مشر، په یوه پرانیستې لیک کې د پاکستان پارلمان او د پاکستان خلک خبر کړي چې د کابل او اسلام‌آباد اړیکې د خطرناکې ترینګلتیا او احتمالي شخړې پر لور روانې دي، او د اوسني وضعیت دوام کولای سي دواړو هېوادونو ته نه‌جبرانېدونکي زیانونه ورسوي.

حکمتیار په لیک کې ویلي چې میلیونونه افغان مهاجر د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ سوي، او دا ډول چلند له مسلمان ولس سره د اسلامي اخلاقو او انساني اصولو خلاف دی. هغه زیاته کړې چې د افغانستان ملت تل د خپلو ګاونډیانو د ناسم سیاستونو قرباني سوی، او نظامي ګواښونه او فشارونه هېڅکله د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې نه سي هوارولای.

حکمتیار د خپل لیک په بل ځای کې د شوروي اتحاد د جګړې دورې ته په اشارې لیکلي چې د شوروي پوځونه یوازې د افغانستان د اشغال لپاره نه راتلل، بلکې شعار یې دا وو: «موږ به خپل د بوټانو بندونه د کراچۍ په غاړه خلاص کړو.»

د حکمتیار په وینا، که د افغانانو مقاومت نه وای، نن به پاکستان اړ سوی وای چې د شوروي پر ضد په مستقیمه جګړه کې ښکېل سي. هغه همدارنګه ټینګار کړی چې د پاکستان هستوي ځواک ته رسېدل د افغان ولس د جهاد مستقیمه پایله ده، او اسلام‌آباد باید دا تاریخي حقیقت هېر نه کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
MOZAKERAT-TURKIYE1-1
د طالبانو او پاکستان دویم پړاو خبرې اترې په ترکیه کې بې‌پایلې پای ته رسېدلې
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو دویم پړاو چې د ترهګرو سرحدي ډلو د څارنې او د هغوی پر وړاندې د ګډ عمل د میکانېزم د رامنځته کولو په موخه د درې ورځو لپاره په استانبول کې ترسره سوې، بې‌نتیجې پای ته رسېدلی دی.
5764696622590790552
ایران او طالبان د سرحدي نښو د نوې کولو د پروژې د بیا پيل په اړه هوکړې ته رسېدلي
کاظم غریب‌آبادي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال، په کابل کې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو له وزیر، نورالله نوري، سره لیدلي دي.
سخنگوی-طالبان-1-7
ذبیح الله مجاهد: د طالبانو او پاکستان خبرې په ترکیه کې ادامه لري
د طالبانو د حکومت ویاند اعلان وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوهم پړاو خبرې په ترکیه کې د درېیمې ورځې لپاره ادامه لري او د طالبانو حکومت په دې باور دی چې اختلافات باید د خبرو اترو له لارې حل سي.
safar-taliban-b-tehran
تهران ته د طالبانو د پلاوي سفر د اکو په ناسته کې د ګډون لپاره
د طالبانو یو پلاوی د محمد ابراهیم صدر، د کورنیو چارو وزارت د مرستیال، په مشرۍ (یک‌شنبه، د لړم ۴مه) د اقتصادي همکاریو د سازمان (ECO) په څلورمه ناسته کې د ګډون لپاره ایران ته تللی دی.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.