د حزب الله د توغندیو ځواب او د اسرائیلو د پوځی مرکز ویجاړول

لنډ لینک: https://memar.press/?p=10834
۱ کال مخکی
د خبر شمیره 10834
کې خپور شو 12:35 ق.ظ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټانو د پوځی پوستو په وړاندې د لبنان د مقاومت د مقاومت د پرله پسې عملیاتو په دوام، عبرانی رسنیو اعلان وکړ چی تر دې دمه په لسګونو اسرائیلي پوځیان ټپیان شوي او په شمال کې د راکټونو باران روان دی. په داسې حال کې چې د صهیونیسټي دښمن پرضد د لبنان د حزب الله عملیات دوام لري او له نن سهار راهیسې د لبنان د اسلامي مقاومت له خوا ۵ بیانیې خپرې شوي دي، صهیونیسټي رسنیو خبر ورکړی دی چې د نیواک شوي فلسطین په شمال کښې شل صهیونیسټي پوځیان ژوبل شوي دي. عبراني سرچینو اعلان وکړ چې د حیفا د رامبام روغتون څخه 20 امبولانسونه او څو نظامي چورلکو ټپیان روغتون ته لیږدولي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
1930789
له کابل څخه تر غزې پورې، د خبریالانو وژونکي خوندي دي!
رسنۍ یوازې د خبر لیږدونکي نه دي، بلکې د مدني کلتور او ټولنیز پوهاوي جوړونکي دي. هره ټولنه چې خپل خبریالان پکې آزاد وي، خلک یې هوښیار دي او حکومت یې ځواب ویونکی دی. خبریالان چې هوښیار او مسؤل وي، د ټولنې ښوونکي دي؛ دوی د خپل قلم په وسیله ملتونه د ناپوهۍ له خوبه راویښوي او د حقیقت په رڼا کې د خبرو، زغم او درناوی فرهنګ ته وده ورکوي.
india-help
د هند ۱۶ ټُنه بشري مرسته افغانستان ته راورسېده
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د نوې ډهلی له لوري د افغانستان سره د بشري مرستو په دوام کې، د هند حکومت له ۱۶ ټُنو څخه ډېر درمل او طبي وسایل د ساري ناروغیو د مخنیوي په موخه کابل ته لېږلي دي.
team-melli-futsall-afg
د افغانستان ۱۷ کلنه فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ د ځوانانو نړیوالو المپیک لوبو ته لار وموندله
د افغانستان د فوټبال فدراسیون تایید کړې ده چې د هېواد ۱۷ کلنې د فوټسال ملي لوبډلې د آسیایي سیالیو له تاریخي اتلولۍ وروسته، د ۲۰۲۶ د ځوانانو د المپیک نړیوالو لوبو د ګډون جواز ترلاسه کړی دی.
Asif-Pak
د پاکستان دفاع وزیر: طالبان د افغانستان د خلکو ریښتینی استازی نه دی
د پاکستان دفاع وزیر د طالبانو پر رژیم سختې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې د کابل اوسنی حاکم نظام «د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي» او د ښځو، توکمیزو ډلو او اقلیتونو د دوامداره ځپلو مسوول دی.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو تړل کېدل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان سره د وروستیو سرحدي شخړو له امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې تجارتي او ترانزیټي لارې به تر راتلونکې خبرتیا پورې تړلې پاتې سي.
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.