د معمار پرس د خبر له مخې؛ د شاوخوا یو ساعت د حزب الله د ډرون برید د بریالیتوب د پټولو هڅه وروسته د اسراییل رژیم د صدراعظم دفتر تایید کړه چی له لبنان څخه رالېږل شوې بې پیلوټه الوتکې په قیصریه کې د نتانیاهو کور وواهه. د اسراييلو دوولسم تلويزيوني چينل د اسراييلو د صدراعظم د دفتر په حواله ادعا کړې، چې بنيامين نتنياهو او مېرمن يې د حزب الله د ډرون بريد پر مهال په خپل کور کې نه وو. دا د صهیونیسټانو د دفاعی طبقو له لارې د دغو بې پیلوټه الوتکو د خوندي تیریدو او د فلسطین د نیواک شویو سیمو په ژورو او مرکز باندې د ټاکل شوي هدف د ویشتلو په لړ کښې د حزب الله د بې پیلوټه الوتکو دوهمه کامیابه برید ده.

- 54
لنډ لینک: https://memar.press/?p=105253
۱ کال مخکی
د خبر شمیره 105253
کې خپور شو 3:15 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه







