ليکوال: م. کهريزنوی
د جنرال قاسم سليماني وژنه د ۱۳م د مرغومي ۱۳۹۸، يوازي يو پوځي بريد نه وو، بلکې د منځني ختيځ په تاريخ کې د بدلون يو مهم ټکي وګرځېد. دی چې د مقاومت د جبهي د ستراتيژيک طرحهکوونکي په نوم يادېدی، د ايران نفوذ يې په عراق، سوريه، لبنان او يمن کې ټينګ کړی وو او د امريکا او د هغې د سيمهييزو متحدينو د کړنو په وړاندي يې د ځواک انډول جوړ کړی وو. د ده وژنې دغه انډول بدل کړ او په سيمه کې يې د نوو کړکېچونو او فرصتونو زمينه برابره کړه.
دغه وژني په لومړيو کې د مقاومت جبهی پر ليکو روحي او ميداني اغېزه وکړه، خو د امريکا د اټکل خلاف، د ايران اسلامي جمهوریت د عينالاسد پر پوځي اډه د بريد په چټک او پرېکنده غبرګون سره وښودل چې د ځواک بنسټ يې په يو کس پوري تړلی نه دی. دغه ځواب د مخنیوي معادلې بېرته تنظیم کړې او واشنګټن ته يې څرګند پيغام ورکړ چې د يوه قوماندان ليري کول د يوه ملت فکري جوړښت او هوډ له منځه نه سي وړلای. په عراق کې د ولسي ځواکونو او د مقاومت د ډلو غبرګون هم ثابته کړه چې د سليماني شهادت د جلا والي سبب نه، بلکې د لا زیات يووالي او منسجم کېدو لامل وګرځېد. په دې توګه، لومړنی ټکان ډېر ژر د همغږۍ او یووالي په يوه نوي فرصت بدل سوه.
په وروستيو مياشتو کې، د مقاومت په ډلو کې د رهبرۍ د لېږد يو نوی بهير پيل سو. سليماني د پوځي نبوغ او سياسي نفوذ د ګډ ترکيب يوه بېسارې څېره وه، او د ده نشتون د دې سبب سو چې د مقاومت جبهي د ميدان د مديريت او جوړښتي سمون په نوې تګلاره کار وکړي. په عراق او لبنان کې د مقاومت جبهه د ګډې، منسجمې او څو اړخيزې رهبرۍ لور ته ولاړه. هغه پرېکړې چې پخوا متمرکزي وې، اوس څو اړخيزې او د انعطاف وړ وګرځېدې. دغه بدلون که څه هم په پيل کې تشې لرلې، خو په پايله کې يې د مقاومت ليکې د يوه فرد له تکيې را وګرځولې او لا زيات جوړښتي ټينګښت يې ور وبخښی.
په ستره کچه، د سليماني وژنه په منځني ختيځ کې د ځواک د انډول د بيا څرګندولو سبب سو. د عراق او ايران ترمنځ د ولسي اړيکو کمښت رامنځته نه سو، بلکې د حشدالشعبي په څېر جوړښتونو له لاري لا زياتې پياوړې سوې. امريکا دې پایلې ته ورسیده چي د يوه مخکښ رهبر ليري کول د ايران د سيمهييز نفوذ د له منځه وړلو سبب نه سي کېدلای، له همدې امله يې خپله خپله تګلاره له نېغ په نېغه پوځي مقابلي څخه اوږدمهاله اقتصادي او سیاسي فشارونو ته واړوله. په سوریه کې هم د مقاومت محور د نوې مشرتابه تر لارښوونې لاندې او د ځایي ځواکونو پر تمرکز سره خپل فعالیت ته دوام ورکړ. ایران په هوښیارۍ سره خپله میداني ډیپلوماسي د مشاورینو او بومي قوماندانانو د شبکې له لارې پر مخ یوړه. په لبنان کې حزبالله د سليماني له نشتون سره سره د ګډې رهبرۍ او منسجم جوړښت له لاري خپل مخنیوي کوونکي رول د اسرائيلو په وړاندي وساتی او لا زيات جوړښتي انعطاف يې خپل کړ. په يمن کې هم که څه هم سليماني مستقيم شتون نه درلود، خو د ده ستراتيژيک فکر د انصارالله د غورځنګ لپاره د سياسي او معنوي ملاتړ په چوکاټ کې دوام وموند او دغه هېواد د مقاومت د محور په يوه مهمه برخه بدل سو.
په تحليلي ليد سره ويلای سو چې د سليماني وژنې د ايران سيمهييز نفوذ کم نه کړ، بلکې له فردي بڼې څخه يې يو څو پوړيز، منسجم او تلپاتې جوړښت ته واړوی. د مقاومت محور له يوه رهبره څخه د هوښيارې، څو پوړيزې او انعطاف منونکې شبکې لور ته ولاړ. امريکا او متحدينو يې په تدريجي توګه درک کړه چې د مهمو څېرو ليري کول يوازي د معادلې ظاهري بڼه بدلوي، نه د هغې فکري او جوړښتي ماهيت. هغه فکري او سازماني بنسټ چې سليماني جوړ کړی وو، اوس د بېلابېلو څېرو او سيمهييزو جوړښتونو له لاري په سيمه کې دوام لري.
له پراخ ليد څخه، د جنرال سليماني وژنې د مقاومت محور کمزوری نه کړ، بلکې هغه يې د ودې، پوخوالي او د ځان بسیاینې نوي پړاو ته ورسوی. هغه یوازې یو پوځی قومندان نه وو، بلکې د عقلانیت، حوصلې او ستراتیژیک ځیرکتیا سمبول وو. د جنرال سليماني شهادت وښوده چې ريښتينی ځواک په وسله او مقام کې نه خلاصه کېږي، بلکې په باور، فکري سمبالښت او منسجم جوړښت کې دي.
له همدې امله، د هغه فزيکي ليري کول د ده د فکري ميراث د درولو سبب نه سو، بلکې دغه ميراث يې د پولو هاخوا خپور کړ او د سيمې د مقاومت لپاره د ټينګ درېځ په يوه تلپاتې بېلګه بدل سو . سليماني د خپل شهادت په وسيله په منځني ختيځ کې د ځواک نوی انډول رامنځته کړ ؛ هغه انډول چې نور د يوه فرد پر شتون نه، بلکې د ملتونو پر ګډ پوهاوي او هوډ ولاړ دی.




