جنرال اکرامالدین سریع، چې د افغانستان له پېژندل سوو او زړورو قومندانانو څخه وو، د ترورېزم پر وړاندې د کلونو مبارزې وروسته، په پردیسۍ او کډوالۍ کې د ترهګریز برید هدف وګرځېد او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ. دا پېښه په تهران کې رامنځته سوه؛ هغه ښار چې د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته ګڼ شمېر افغان مخکښانو او پوځي کسانو ورته پناه وړي ده. دا موضوع ښيي چې د ناامنۍ او کرکې خورولو ریښې لا هم نه دي وچې سوې.
د هغه ترور نه یوازې د هغه د کورنۍ لپاره ستره ضایعه ده، بلکې د غم ځپلي افغان ملت پر بدن یو نوی ټپ هم دی؛ هغه ملت چې له کلونو راهیسې د نړیوالو فریبکارو سیاستونو او په خپل وطن کې د افراطیت د واکمنۍ قرباني دی.
د جنرال سریع ترور هېڅکله هم یوه تصادفي پېښه نه ده. هغه د پخواني نظام له فعالو څېرو څخه وو او دا ډول څېرې د افغانستان د دښمنانو په نظر کې د خلکو او هېواد ته د وفادارۍ نښې بلل کېږي.
خو دا بزدلانه اقدام باید د خپلو طرحهکوونکو او اجراکوونکو لپاره دروند قیمت ولري. هر هغه هېواد چې دا ډول جنایت یې په خاوره کې ترسره کېږي، مکلف دی چې په بشپړ قاطعیت سره د ترور بیه لوړه کړي، څو هېڅ ترهګر او قاتل د مصونیت احساس ونه کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان له پخوانیو نظامیانو څخه یو تن له هېواده بهر په نښه کېږي. د افغانستان د کډوالو ټولنه، چې خپله د طالبانو د ناکامو سیاستونو او د تاریخ د بېرحمۍ قرباني ده، باید په امن او ارام کې ژوند وکړي. د پوځي او سیاسي مخکښو څېرو ترور نه یوازې د انساني او اخلاقي حرمت ښکاره نقض دی، بلکې د هغو ټولو ارزښتونو سپکاوی هم دی چې افغان ملت د ساتنې لپاره یې وینه توی کړې ده.
دا پېښه باید د خطر زنګ وي، څو په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو امنیت ته لا زیاته پاملرنه وسي.
سره له دې چې دا پېښه ډېره ترخه ده، هیله دا ده چې د ایران اسلامي جمهوریت امنیتي او انتظامي بنسټونه، چې په سیمه کې د ځواک، تجربې او تخصص له امله پېژندل سوي، په چټکۍ او دقت سره د دې جنایت عاملان وپېژني او ونیسي. ایران په تېرو کلونو کې څو ځله ښودلې چې د پېچلو ترهګریزو قضیو په وړاندې جدي وړتیا او اراده لري. بېشکه دا ځل به هم په هماغه اقتدار عمل وکړي، څو ترهګرو او د هغوی ملاتړو ته روښانه پیغام ورکړي: ایران به دا جنایت بېځوابه پرې نه ږدي!
هیڅوک بېدلیله له خپل وطنه نه تښتي. د افغانستان زرګونه پخواني نظامیان د طالبانو له واکمنېدو وروسته اړ سول چې خپل کورونه، کورنۍ او خاوره پرېږدي او ګاونډیو هېوادونو ته پناه یوسي. طالبانو چې د واک په لومړیو ورځو کې د «عمومي بخښنې» شعار ورکاوه، په عمل کې یې ګڼ شمېر پخواني افسران، سرتېري او دولتي کارکوونکي بندیان، شکنجه یا ووژل.
باید هېر نه سي چې د دې فاجعو ریښې د امریکا په فریبکارانه سیاستونو کې نغښتې دي؛ هماغه هېواد چې د «ډیموکراسۍ» او «د ترورېزم پر ضد مبارزې» تر شعارونو لاندې افغانستان ته راغی، شل کاله یې جګړه، وینه او ویجاړۍ پر خلکو وتپلې او په پای کې یې هېواد هماغې ډلې ته وسپاره چې خپله یې «ترهګره» بلله.
د همدې سیاست پایله د طالبانو بیا راڅرګندېدل، د افغانستان ړنګېدل او د مخکښانو جبري کډوالي وه. د جنرال سریع ترور د هماغې امریکايي دوهګونې لوبې له زرګونو ترخو پایلو څخه یوه ده چې لا هم دوام لري.
سره له دې چې د افغان ټولنې احساسات ژوبل سوي، باید له بېړنۍ قضاوت او د دې پېښې د کوم ځانګړي هېواد یا ډلې پورې له تړلو ډډه وسي. د ایران اسلامي جمهوریت امنیتي بنسټونه د دې دوسیې ټول اړخونه څېړي او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې حقیقت روښانه سي. صبر او عقلانیت د هغو ترهګریزو توطئو پر وړاندې تر ټولو غوره ځواب دی چې موخه یې د ملتونو ترمنځ درز او بېباوري رامنځته کول دي.
په هر حال، دا پېښه کولی سي د یووالي او بیدارۍ په ټکي بدله سي. د افغانستان د کډوالو ټولنه باید په یووالي سره او د ایران له امنیتي بنسټونو سره په همکارۍ عدالت وغواړي او اجازه ورنه کړي چې ترور د حق د غږ د وېرولو او چپ کولو وسیله وګرځي.
د ایران اسلامي جمهوریت به بېشکه د دې جنایت عاملان مجازات کړي او د جنرال سریع وینه به د حقیقت او عدالت په لاره کې بېثمره پاتې نه سي.



